ګلزار عالم وايي د بچیو تعلیم او راتلونکې ته پرېشانه دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته پېژندلی سندرغاړی ګلزار عالم مېلمه کړی وو. دی شاوخوا څلور کاله مخکې د ځینو امنيتي ستونزو له امله له پېښوره کابل ته کډه شوی وو، خو دا مهال د خپلو شخصي کارونو لپاره اسلام اباد ته تللی دی. عالم وايي، په سندرو کې د پښتنو د حقونو او ستونزو په ډاګه کولو له امله يې سختۍ ګاللې دي. نوموړی زياتوي، په کابل کې يې د زامنو تعليمې چارې زښتې اغېزمنې شوې دي او له همدې وجې پرېشانه دی. د ګلزار عالم دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.