کراچۍ کې د کووېډ-۱۹ نوی ډول موندل شوی

د سند صوبې صحت وزارت وايي چې له برتانیا ورغلو د  ۱۲ پاکستانیو وګړو په ټیسټونو کې د شپږو هغو مثبت راغلي دي.

چارواکي وايي په کراچۍ کې په درېوو کسانو کې د کورونا وایرس د نوي ډول پخلی شوی دی.

دا ډول لومړی په برتانیا کې موندل شوی وو.

د سند صوبې صحت وزارت وايي چې له برتانیا ورغلو د ۱۲ پاکستانیو وګړو په ټیسټونو کې د شپږو هغو مثبت راغلي دي.

د محکمې د بیان له مخې هغو شپږو کسانو کې د درېوو هغو د وایرس نمونې، د کورونا وایرس له نوي ډول سره تر ۹۵ فیصدو سمون خوري.

په پاکستان کې په تېر يو شواروز کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۵۵ نور کسان مړه شوي دي.

د کورونا وایرس په اړه د معلوماتو سرکاري ویب پاڼې په خبره د ډېسېمبر تر ۳۰مې دغه وایرس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲،۱۵۵ کسان وهلي چې ورسره په دې هېواد کې د کورونا وهلو کسانو شمېر څلور لکه او څه باندې اوه اویا زرو ته رسېدلی دی.

د ډېسېمبر تر ۳۰ مې له دې وايرسه په پاکستان کې ۱۰،۰۴۷ کسان مړه شوي خو تر څلورو لکو او ۳۰ زرو زیات کسان ترې بیرته رغېدلي هم دي.