د نړۍ قامونو د پیاوړو ادارو پر اساس پرمختګ کړی: پوهاند عبدالروف

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال مرکه خپرونه کې مو د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې مشر پوهاند ډاکتر عبدالروف مېلمه دی. دی د خیبر پښتونخوا د مردان دی او په سیاسياتو کې یې پي اېچ ډي کړې. پوهاند روف د پاکستان سیاست په اړه څېړنې کوي او یو شمېر لیکنې یې په اکاډیمیکو ژورنالونو کې خپرې شوې دي. په دې خپرونه کې مو د نوموړي د ژوند او کار په اړه ورسره خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.