ټاکل شوې چې د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشران د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په لاهور کې غونډه وکړي.
تر دې مهمې غونډې وړاندې تېره شپه (د ډېسېمبر پر ۳۱مه) په لاهور کې د پي ډي اېم مشر مولانا فضل رحمان او د حکومت د یو اتحادي ګوند مسلم لیګ (فنکشنل) د یو مشر محمد علي دراني ترمنځ ملاقات وشو.
دواړه وروسته د خبریالانو په وړاندې په شریکه خبري غونډه کې حاضر شول.
په دې موقع دراني وویل، د حکومت او اپوزیشن ترمنځ د راغلي ټکر د ختمولو لپاره مذاکرات ډېر ضروري دي.
نوموړي وویل، له مولانا وړاندې یې په کوټ لکپت زندان کې د مسلم لیګ (ن ) له مشر شهباز شریف سره هم لیدلي دي.
مولانا فضل رحمان رسنیو ته وویل، که وزیراعظم عمران استعفا ورکړي نو دوی مذاکراتو ته غاړه کښېښودی شي.
خو وزیراعظم عمران خان وايي، د اپوزیشن مشران د قامي احتساب ادارې یا نیب د کیسونو نه د بچ کېدو لپاره مظاهرې کوي.