سي ډي اې مو د کورونو پراخولو ته نه پرېږدي: اسلام اباد مېشتي افغان کډوال

اسلام اباد کې د افغان کډوالو کېمپ کې یو سپینږیری د خپل کور څنګ ته په لاسي رېړه کې

د اسلام اباد په ای ۱۲ سیمه کې مېشت افغان کډوال وايي‌ د کیپیټل ډیولپمنټ اتارټي ( سي ډي اې) ‌ چارواکي‌ یې پر هغو مځکو خپلو ودانیو پراخولو ته نه پرېږدي‌ چې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې ( یو این ایچ سي ار) په مرسته ورته په ۲۰۰۹ز کال کې ورکړل شوي ول.‌

په ای -۱۲ کېمپ کې مېشت کډوال شېر حیدر مشال ریډیو ته وویل چې په ۲۰۰۹ز کال کې ورته یو این ایچ سي ار د پنځو مرلو مځکه ورکړی وه خو اوس چې یې د کورنۍ ۲۲ غړیو ضرورت د پوره کولو لپاره پراخول غواړي نو د اسلام اباد ترقیاتي‌اداره یې ورته ورانوي.‌

(په دې کېمپ کې زموږ حالات ډېر خراب دي‌. پلاټ یې ما ته راکړی. په یوه پلاټ کې زما اته زامن شو. په اتو کې مې څلورو ته واده وکړ.‌ له کور سره مې ځان ته جونګړه جوړه کړه. اوس مې سي ډي‌ اې په عذابوي او وایی چې دا موږ ورانوو.‌ زه کومې خوا ته ولاړ شم او څه چاره وکړم. نه د ډوډۍ وس لرم، نه د پیسو او نه هم د مځکې. نه مو یو این ایچ سي ار غم خوري، نه مو سفارت او نه د پاکستان حکومت. خوار و زار دلته پراته یو.)‌

په ۲۰۰۹ږ کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې له پاکستانیو چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته په سیمه کې مېشتو افغان کډوالو ته ۵۰۵ پلاټونه ورکړي ول. دغه کډوال وايي په ای -۱۲ کیمپ کې دا وخت له ۱۵۰۰ تر ۱۷۰۰ پورې کورونه دي.‌

اسلام اباد کې پر افغان کډوالو خواړه ووېشل شو

هم د دغه کېمپ استوګن یو بل افغان کډوال ملک حمید خان مشال رېډیو ته وویل چې دوی له چارواکو د دغه مسلې تر څنګ د نورو ګڼو ستونزو د حل تمه لري خو تر اوسه بې تپوسه پاتې دي‌.

(دلته ډېر بې وزله خلک دي، ډېرې ستونزې لري‌.‌ موږ چې دلته ابادي کوو لږ له کوره اخوا ووځو، ځکه چې له هرې کورنۍ نه شا او خوا پنځه هغه جوړې شوي دي‌، نو چې لږ یې پراخوو، سي ډي اې واله مو نه ورته پرېږدي.)‌

د سي ډي اې د تجاوزاتو د څانګې (شعبه انفورسمنټ) يو چارواکي د نوم او غږ نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دوی په هغه سیمه کې د افغان کډوالو لخوا د ودانیو پراخول غیر قانوني‌ تجاوزات بولي. د چارواکي‌ په خبره دوی ته د خپلې ادارې لوړ پوړو چارواکو لخوا څه نه دي ویل شوی چې د کډوالو کیمپ شا او خوا تجاوزات دې نه ورانوي.‌ هغه وویل چې د دوی کار په اسلام اباد کې د تجاوزاتو مخه نیول دي‌، نو په هر ځايې کې چې خلک په غېر قانوني توګه ودانۍ جوړوي، دوی به يې ورانوي.

دغه چارواکي‌ زیاته کړه چې کډوال دې دغه مسله له یو این ایچ سي‌ار سره شریکه کړي. ‌

په پاکستان کې د يو اېن ايچ سي ار وياند قیصر خان اپرېدي مشال رېډیو ته وویل چې دوی به د دغه مسلې د حل کوشش کوي خو دا د دوی په دایره اختیار کې نه راځي.

(مخکې په ای ۱۰ کې د دوی له سبزي منډۍ سره نږدې کورونه وو چې سي ډي‌ اې هغه مځکې خالي‌کړې. نو په بشري بنیادونو مو له سي ډي اې سره خبرې وشوې او خواست مو ترې وکړ چې دا څومره ک‍ډوال او ضرورت مند دي هغوی ته دې په ای -۱۲ کې مځکه ورکړل شي.‌ نو سي ډي اې راسره و منله او یو این ایچ سي ار کډوالو ته مځکه ورکړه او د کورونو جوړولو لپاره یې میټیریل هم ورکړ.‌ فی الحاله دا موقتي اباديانې دي.‌ موږ به وګورو چې په دې حواله څه کېدای شي خو دا علاقه زموږ په مینډېټ کې نه راځي.)‌

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې شمېرې ښیی چې دا وخت شا او خوا څوارلس لکه رجسټرډ افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.‌ په هغې کې ۳۲ فيصده په کېمپونو او اته شپېته ۶۸ فيصده په ښارونو کې اباد دي.

له يو اين ايچ سي ار سره د رجسټرډ کډوالو پرته په پاکستان کې شاو خوا ۱۴ لکه نور افغان کډوال مېشت دي چې پکې تر نهه لکه په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ز کې د پاکستان د شناختي کارډونو جوړولو قامي ادارې (نادرا) او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې په ګډه رجسټر کړل. د پاکستان سرحدي او قبايلي چارو وزارت (سېفران) وايي تر پنځه لاکه پورې غېر رجسټر کډوال هم په هغه هېواد کې ژوند کوي.‌