"افغان حکومت دې د خبریالانو هدفي وژنو مخه ونیسي"

په افغانستان کې تر یو چاودنه وروسته اخیستل شوي انځور کې خبریالان هم ښکاري. (انځور:اشریف)

د افغانستان خبریالانو د دفاع کمیټه وايي، حکومت د خبریالانو د هدفي وژنو د عواملو په موندنه کې پاتې راغلی دی.

د دې کمیټې مشر عبدالمعید هاشمي تېر ماښام مشال راډیو ته وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې ۵۵ افغان خبریالان د بیان د ازادۍ په لاره کې قرباني شوي خو حکومت په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی.

د غور غږ راډیو مشر او خبریال بسم الله عادل د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د وسله والو په ډزو ووژل شو.

دا غوښتنه وروسته له هغې کېږي چې د غور غږ راډیو مشر او خبریال بسم الله عادل د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په مرکز فیروز کوه کې د وسله والو په ډزو ووژل شو.

د خبریالانو د دفاع کمیټۍ او کابل پریس کلب له رسنیو غوښتي چې د دریو ورځو لپاره د حکومت اړوند خبرونه نه خپروي.

عادل پنځم خبریال دی چې په تېرو دوو میاشتو کې وژل کېږي.

د دې وژنو مسوولیت تراوسه هېڅ ډلې نه دی منلی.

حکومت لا د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلې خو افغان ولسمشر اشرف غني مخکې ویلي وو چې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او د پېښو عاملینو ته به سزا ورکول کېږي.