کراچۍ کې د مچ پېښې ضد پرلتونو ژوند اغېزمن کړی

خلک وايي، د مظاهرو له کبله يې ژوند اغېزمن شوی دی په تګ راتګ کې د ستونزو ښکار دي.

په کراچۍ کې د مجلس وحدت المسلمین او شییعه ټولنې له خوا د بلوچستان په مچ کې د لسو کانکیندونکیو د وژنو پرضد شاوخوا ۲۵ ځايونو کې پر سړکونو پرلتونه روان دي.

پولیس وايي، مظاهرچیانو له هوایي ډګره بهر پر لويه مرکزي لار شاهراه فيصل شپږ موټر سايکلونه سوځولي دي.

خلک وايي، د مظاهرو له کبله يې ژوند اغېزمن شوی دی او په تګ راتګ کې د ستونزو ښکار دي.

په کراچۍ کې د يادو احتجاجي ناستو له کبله نه يوازي خلک اغيزمن دي بلکه د لارو بنديز له کبله د کراچۍ په نړيواله هوايي ډګر نه یوازې په ملک کې دننه بلکې له ملکه بهر هم د الوتکو ځينې پروازونه لغوه شوي.

په دې اړه د پاکستان د هوایي شرکت پي اې ای وياند عبدالله خان مشال راډیو ته وویل، د ورځې پینځه پروازونه ځنډول شوي او بيا د شپې پر مهال له اوږده ځنډه پس الوتنې وشوې او ځينې پکې بيرته کراچۍ ته شوي دي، د دوبۍ پرواز به د خپل وخت وروسته روان شي، پي ای اې په څه نا څه طريقه حالات سمبال کړي او هيله لري حالات سم شي، په پروازونو کې به بهتري راشي.

د کراچۍ د سوداګرو اتحادیې مشر جميل پراچه مشال رادیو ته وايي، د احتجاجونو له کبله اقتصاد او کاروباري هلې ځلې هم اغيزمن شوي دي.

جميل پراچه زیاتوي، داسې وګڼئ چې يوه ورځ کاروبار ونه شي د درې اربه روپو تاوان کېږي او نن د دوه څخه تر دوه نيم اربه روپو پورې تاوان شوی دی د کراچۍ د دوکاندارانو او که دا سلسله روانه وي تاوان به نور سیوا کېږي.

په کراچۍ کې د کوټې احتجاج په ملاتړ ناست احتجاجیان وايي، تر څو چې په کوټه کې پرلت روان وي په کراچۍ کې به هم احتجاج روان وي.

دا له هغې وروسته ده چې د جنورۍ د دوهمې او درېیمې په منځنۍ شپه ۱۰ شییعه هزاره ګان کانکېندونکي د بلوچستان په مچ سیمه کې وسله والو په ډزو وژلي ول، او وروسته یې خپلو خپلوانو د احتجاج په توګه د دوی د ښخولو څخه انکار وکړ. د پرلتوالو وېنا ده تر څو وزيراعظم عمران خان نه وي ورغلی تر هغې خپل وژل شوي خپلوان خاورو ته نه سپاري.

کراچۍ کې د مچ پېښې پرضد احتجاجي ناسته

بلخوا مسلم ليګ ن، پيپلز پارټۍ او جمعیت علمای اسلام له وزيراعظم عمران خانه غوښتي چې خپله لویي دې پرېږدي او زغرده دې په کوټه کې د هزارګانو احتجاجي پرلت ته ورشي.

د جنورۍ پر اوومه (پرون) د مسلم ليګ ن مرستيالې مشرې مريم نواز، د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او جمعیت علمای اسلام ف یو مرکزي مشر مولانا غفور حیدري په کوټه کې پر احتجاج ناستو هزارګانو سره د پیوستون لپاره پرلت ته ورغلي ول.

پرلتوالو ته خپله وينا کې مريم نواز وويل د ریاست کار خپلو خلکو او خصوصا زیاتو ځورېدلو خلکو ته تحفظ ورکول دي، ریاست د مور غوندې وي خو ګڼي چې دې مور خپل حق نه دی ادا کړی.

پر دغه مهال د بلاول بوټو زرداري وينا وه: ''د هزاره ګانو یوازینۍ غوښتنه دا ده چې هغوی دې ژوند ته پرېښوول شي. نوموړي وویل: (کله چې هم کوټې ته په راغلی یم، نو په خوشاليو کې نه بلکې غم او ګورم کې د ګډون لپاره راځم، ځکه چې په دې ملک کي هرڅه ګران دي خو د انسانانو وینه تویول ارزانه ده او د افسوس خبره دا هم ده چې په ملک نن شهیدان هم پر سړکونو پراته او احتجاج کوي.''

بلاول بوټو زیاته کړه چې هزاره وروڼه له حکومته نور هېڅ نه غواړي تش د خپلځان او بچیانو حفاظت غواړي.

د بلوچستان حکومت وياند لياقت شهواني د مريم نواز او بلاول بوټو ويناګانو په غبرګون کې په کوټه کې خبري غونډې ته وويل اپوزيشن ګوندونو مشرانو يې تمه لرله چې د سياست کولو پرځايې مظاهرينو ته به ډاد ورکړي خو افسوس چې داسې يې ونه کړل.

له اسلام اباد راپورونه وايي چې وزیر اعظم عمران خان به د مچ په پېښه کې د وژلیو کانکیندونکو له کورنيو سره د لیدو لپاره کوټې ته سفر کوي خو ورځ او نېټه لا نه ده څرګنده کړې.

بلخوا د اطلاعاتو وفاقی وزیر شبلي فراز ویلي دي چې د مچ په پېښه کې تورن کسان به ډېر ژر ونیول شي خو زیاته یې کړه چې حکومت غواړي وژلي کسان دې ژر تر ژره خاورو ته وسپارل شي.

د جنورۍ پر دويمه او درېيمه شپه د بلوچستان په مچ ښار کې وسله والو پر کان کيندونکو شيعه هزاره ګانو حمله وکړه او لس یې ووژل. داعش د دې برید ذمه واري منلې ده.

د وژل شوو کسانو کورنيوو د احتجاج په توګه د خپلو مړو له ښخولو انکار کړی او نن په شپږمه ورځ هم په احتجاج دي او غواړي چې وزیراعظم عمران خان ورشي او د امنيت ډاډ ورته ورکړي.

کوټه کې نن پر شپږمه ورځ هم هزارګان له خپلو مړیو سره پر احتجاج ناست دي.

وزیراعظم عمران خان د جنورۍ پر شپږمه پر ټويټر ليکلي چې د دې خلکو په غم کې شريک دی اوحاضر دې چې هلته ورشي خوخلک دي خپل مړي ښخ کړي.

بلخوا د سولې نوبيل انعام ګټونکې ملالې يو(سفزۍ د هزاره کان کېندونکو په وژنې د خپګان څرګندونه کړې او له وزيراعظم عمران خان يې خواست کړی چې د متاثرينو کورنيو سره دې ژر تر ژره وويني.

په کراچۍ کې د مچ پېښې پرضد د ښار په ځینو برخو کې احتجاجي ناستې روانې دي چې له کبله یې نه یوازې ټرافیکي ستونزې جوړې شوې بلکې له تېرو درېوو ورځو راهیسې الوتنې هم نه کېږي. د مشال راډيو خبریال وايي چې د کراچۍ له هوايي ډګر سره ځینو بلوه ګرو شپږ موټرسایکولونو ته اور اچولی دی.

د مچ پېښه

د اتوار په ورځ (د جنورۍ ۳مه) د مچ د لېویز چارواکو ویلي ول چې بېګا وسله وال د دې مزدورانو استوګنځي ته ننوتي، د هغوی لاس او پښې یې ورتړلي‌ او بیا یې په ډزو وژلي دي. د دوی په وینا په دې پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي او څلور نور کسان ټپيان شوي هم دي. چې ټول یې شییعه هزاره وګړي دي. په وژل شویو کې اووه تنه د افغانستان هزاره وګړي دي.

مچ له کوټې څخه ۶۰ کلومیټره لرې سهېل ختیځ لور ته پروت ښارګوټی دی. هلته د سکرو کانونه دي چې زیاتره پکې د نورو سیمو خلک کار کوي.

د مچ په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت نا وخته داسې پېښې کېږي.

د داسې وژنو دوه اړخونه وي. په ځینو پېښو کې ازادي غوښتونکي‌ بلوڅ وسله وال ذمه واري واخلي‌ خو هغه زیاتره وخت هغه خلک په نښه کوي چې تعلق یې له پنجاب صوبې سره وي.

په بلوچستان کې فرقه ییزې وژنې هم ډېرې کېږي چې زیاتره وخت پکې هزاره ګان په نښه کېږي. د داسې پېښو ذمه واري بیا زیاتره وخت فرقه ییزې وسله والې ډلې ومني.