د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د انتخاباتو له ادارې غوښتنه کړې ده چې د جنوبي وزیرستان د ولس استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر نااهله ورګرځوي.
د پاکستان د انتخاباتو ادارې – الیکشن کمېشن اف پاکستان – د دې خبرې پخلی کړی دی چې د اسد قیصر له خوا یې د علي وزیر د نااهله کولو لپاره ریفرنس ترلاسه کړی دی.
د یادې ادارې ویاند نديم قاسم د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې دوی د دې ریفرنس ترلاسه کولو پخلی کوي خو په دې اړه زیات تفصیلات نشي په ډاګه کولای.
ده وویل، "دا ريفرنس موږ ته د جمعې په شپه رسېدلی او دا مهال اړوند څانګه د دې ريفرنس جاج اخلی."
نديم قاسم دا ونه ويل چې د علي وزیر پرضد په دې ریفرنس کې څه تورونه لګول شوي دي.
خو د انتخاباتي کميشن يو بل چارواکي د نوم او غږ نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې له دې ريفرنس سره د علي وزیر پرضد د تیر کال دسمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوې جلسې پر مهال د پارونکې وينا ويډيو او د پاکستان د امنيتي ادارو پرضد د خبرو په تور درج کړل شوې د پوليسو رپورټ هم لېږل شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د ولس استازي محسن داوړ د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د رسنیو له لارې د علي وزیر ضد په لېږل شوي ریفرنس خبر شوی دی.
ده وویل، "د یو منتخب شوي کس اواز د یو فرد اواز نه وي هغه د يو علي وزير اواز نه وي هغه د هغه لکونو خلکو اواز وي چا چې هغه منتخب کړی دی او د چا په نمايدګۍ چې [علي وزير] قامي اسمبلۍ ته تللی دی نو د هغه نااهله کول به د هغه ټولو خلکو د ټول ولس او ووټرانو نااهل کول وي."
د انتخاباتي کميشن د قانون او ایین د څانګې ډايريکټر جنرل محمد ارشد د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د قومي اسمبلۍ د غړي پرضد سپیکر او د سینټ د غړي پرضد د سينټ چيرمين هغه واک لرونکي کسان دي چې د آیین د ۶۲مې او ۶۳مې مادې پر بنیاد اليکشن کميشن ته د نااهلۍ ريفرنس لېږلای شي.
خو د محمد ارشد په وینا، دوی یوازې ریفرنس لېږلای شي خو د نااهله ګرځولو واک د انتخاباتو له ادارې سره دی.
ده وویل، "د ایین ۶۲مه او ۶۳مه ماده د اهل کيدو او نااهله کيدو احاطه کوي نو که د قومي اسمبلۍ سپیکر ووايي چې زه د دې مادو پر اساس په دې نتيجه ورسیدم چې دا غړی د دې مادو په معیار پوره نه دې نو دی به دا ډول ريفرنس انتخاباتي کميشن ته ورليږي بیا به کمیشن پر هغه پرېکړه کوي."
ده زیاته کړه چې یو څوک د داسې ریفرنس په نتیجه کې نا اهله وګرځول شي هغه بیا د دې پرېکړې پرضد په عدالت کې اپیل کولای شي.
د محمد ارشد په وینا، انتحاباتي کمیشن به هغه غړي ته د پوره پوره اوريدو موقع ورکوي.
ده زیاته کړه چې د دې کاروايۍ د مکمل کيدو موده له یوې تر دوو میاشتو وخت اخیستلای شي.
علي وزیر دا وخت د کراچۍ په زندان کې بندي دی. نوموړی د ۲۰۲۰م کال د دسمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نیول شوی او بیا کراچۍ ته وړل شوی وو.
د پېښور د پوليسو مشر محمد علي ګنډاپور رسنیو ته ويلي وو چې علي وزير يې د سند صوبې د پوليسو په غوښتنه نیولی وو.
د ده په وینا، پر علي وزیر تور دی چې د دسمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته په وینا کې د ریاست او ریاستي ادارو پرضد وینا کړې وه.
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې دوی د ریاست او ریاستي ادارو خلاف نه بلکې د هغوی د ظلم خلاف دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې د پښتنو په وژنه او د پښتنو پر خاوره د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي خو پوځ او حکومت وايي چې غورځنګ پر پاکستان ضد تګلاره روان دی.