د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ وياند ضيا ودان مړی د جنورۍ پر ۱۰مه ناوخته په خپل پلرني ټاټوبي خوست کې خاورو ته وسپارل شو.
نوموړی د یکشنبې (اتوار) پر سهار په کابل کې د مقناطیسي بم په حمله کې وژل شوی وو.
ودان د څلورو لوڼو او يو درې مياشتني زوی پلار وو.
هغه پر ټولنيزو مطبوعاتو د طالبانو او داعش وسله والو ډلو پر ضد د خبرو لپاره پېژندل کېده.
خو تر اوسه یې د مرګ ذمه واري چا نه ده منلې.
د خوست مدني فعالانو، روڼ اندو او د وژل شوي مدني فعال او د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیا ودان د کورنۍ غړو له افغان حکومت وغوښتل چې د ټولنې د مخکښو او فعالو کسانو د ژوند خوندیتوب ته پام ډېر کړي.
دوی وویل، دا ډول پېښې د حکومت او ولس تر منځ واټن پیدا کوي او د خلکو باور زیانمنېږي.
دوی یادې څرګندونې د جنورۍ پر ۱۰مه خوست ته د ملي پوځ په یوه الوتکه کې د ضیا ودان د جنازې رسېدو په ځای کې مشال راډیو ته وکړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په يوه خبرپاڼه کې پر ودان بريد غندلی او د پلټنو امر یې کړی دی.