د امریکا تحقیقاتي وفاقي ادارې – اېف بي ای – خبرداری ورکړی دی چې د جنورۍ پر ۲۰مه د منتخب ولسمشر جو بایډن د لوړې تر مراسمو وړاندې په ټوله امریکا کې د وسله والو احتجاجونونو امکان دی.
امریکايي رسنیو ته د جنورۍ پر ۱۱مه د یادې ادارې له خوا په تر لاسه شوي بیان کې ویل شوي چې په ټولو ۵۰ ریاستونو او د پلازمېنې پر ودانیو د وسله وال احتجاج لپاره پلانونه روان دی.
بیان زیاتوي، امکان دی چې دا احتجاجونه د جنورۍ له ۱۶مې د جنورۍ تر ۲۰مې ترسره شي.
په امریکا کې له پلازمینې واشنګټن ډي سي پرته په زیاتره ریاستونو کې په ښکاره د وسلو ګرځول قانوني دي.
د واشنګټن او کانګریس امنیت ساتنه پر داسې وخت لا ټینګېږي چې تېره اونۍ د بلوه ګرو له خوا د کانګریس پر ودانۍ په تشدد کې پنځه تنه ووژل شو.
دا له هغه وروسته وه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو په اړه په بې اساسه ادعاوو خپل پلویانو راپارولي وو.
پر هغه وخت د کانګریس غړو د ولسمشریزو ټاکنو د نتیجو پخلی کاوی.