د امریکا منتخب ولسمشر جوبايډن به د واک ترلاسه وروسته د اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو شمېر لانجمنې پرېکړې بیرته واخلي.
دا خبره د جوبایډن د دفتر مشر ران کلين د جنورۍ پر ۱۶مه خپلو کارکوونکو ته په یو لیک کې کړې ده.
ران کلین ویلي چې د جوبایډن په دې لومړیو ګامونو کې به د ځينې اسلامي هيوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر بنديزونو کې نرمي راوستل هم شامل وي.
دا به د امریکا د تګلارو بدلولو په لړ کې د جوبایډن لخوا د یو شمیر صدارتي احکاماتو لومړی حکم وي.
په امریکا کې د ولسمشر احکامات د کانګرس لخوا قانوني منظورۍ او یا اجازت ته اړتیا نه لري.
ټاکل شوې ده چې منتخب ولسمشر جوبایډن د جنورۍ پر ۲۰مه د ولسمشرۍ لوړه وکړي.