په خیبر پښتونخوا کې۷۰۰ خاصه دار بحال شوي: محمد خان

چارواکي وايي، تر دا مهال ۷۰۰ خاصه دار بحال شوي او پاتې ۲،۵۰۰ به ډېر ژر بحال شي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت وایي چې د باجوړ، مومند او خیبر سیمې د برطرفه شوي خاصه دار به لنډ وخت کې بحال کړل شي.

د جنورۍ پر ۱۸مه د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته د وينا پر مهال د قانون صوبايي وزير سلطان محمد خان وويل چې تر دا مهال ۷۰۰ خاصه دار بحال شوي دي او پاتې ۲،۵۰۰ به ډېر ژر بحال شي.

هغه زیاته کړه چې د دوی لپاره کمیټۍ جوړه شوې او برطرفه خاصه دار کولای شي، کمیټۍ ته خپل نومونه او درخواستونه ورکړي چې حکومت ورباندې قانوني چلند وکړي.

پر برطرفه شويو خاصه دارو د پخوانۍ قبايلي انتظامیې لخوا تور وو چې دوی د طالبانو وسله والو ضد د پوځي عملیاتو پر مهال خپله دنده په ښه توګه نه وه ترسره کړې خو خاصه دار وايي چې دوی انکار نه وو کړې بلکې د حکومت په وينا کډواله شوي ول.