عراق: په دوو ځانمرګو بریدونو کې د مړو شمېر۳۲ ته ورسېد

د عراق د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې لومړي ځانمرګي ځان پر ناروغۍ اچولی وو او چې خلک ورته راټول شوي ده چاودنه کړې ده.

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د جنورۍ پر ۲۱مه په شویو دوو ځانمرګو بریدونو کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۳۲ تنه شو.

د چارواکو په وینا، دا په تېرو دوو کلونو کې تر ټولو خونړۍ پېښې دي چې شاوخوا ۱۱۰ کسان یې ټپيان کړي هم دي.

چارواکي زیاتوي چې دا ځانمرګي بریدونه د بغداد په تیاران څلورلاره کې په یو سرخلاصي بازار کې شوي دي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې لومړي ځانمرګي ځان پر ناروغۍ اچولی وو او چې خلک ورته راټول شوي ده چاودنه کړې ده.

بیان زیاتوي چې دویم ځانمرګی هغه مهال شوی چې خلکو د لومړۍ چاودنې د ټپیانو مرسته کوله.

د دې بریدونو ذمه واري اسلامي دولت ډلې (داعش) منلې.