د پاکستان جمهوري تحریک مشر او د جمعیت علما اسلام امیر مولانا فضل الرحمان یو ځل بیا تور ولګاوه چې واکمن تحریک انصاف د ۲۰۱۸م کال د انتخاباتو لپاره له اسرایله پیسې ترلاسه کړې وې.
مولانا فضل الرحمان دا خبره بېګا په کراچۍ کې د خپل ګوند له خوا د فسطین په حق او د اسرایل پرضد یوې پراخې ولسي غونډې ته په وینا کې وکړه.
دا هم وګورئ: د تحریک انصاف بهرنیو چندو پر پاکستاني سیاست اغېز؟مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې د تحریک انصاف خلاف د بهرنیو چندو روانه مقدمه یې ښکار ثبوت دی.
تحریک انصاف وايي، له بهره په ترلاسه کړو پیسو کې که ناقانونه کار شوی وي نو هغه د دوی په وینا په ایجنټانو پورې اړه لري.
پاکستان جمهوري تحریک د جنورۍ پر ۱۹مه هم په اسلام اباد کې د انتخاباتو ادارې مخې ته د دې لپاره احتجاج کړی وو چې ولې د تحریک انصاف پرضد د دې مقدمې پرېکړه نه کوي.
دې غونډې ته په پاکستان جمهوري تحریک کې د شاملو ګوندونو استازو هم ګډون او ویناوې وکړې.
د مسلم لیګ یوه مرکزي مشر او پخوا وزیر اعظم خاقان عباسي غونډې ته په وینا کې وویل چې اوسنی حکومت پر ولس تپل شوی دی او د بیان ازادي یې تر پښو لاندې کړې ده. خو حکومت د بیان ازادۍ باندې د پابندۍ لګولو تورونه بیا بیا رد کړي دي.