په روس کې د اپوزېشن مشر ناوالني په زرګونه پلویان نیول شوي 

د سیاسي بندیانو مسلې څارونکي د – او وي ډي‌ انفو – په نامه سازمان په خپل یو رپورټ کې ویلي چې پولیسو د جنورۍ پر ۲۳مه په ټول روس کې شاوخوا څلور زره مظاهره کوونکي نیولي دي.

په روس کې د پلازمېنې مسکو په ګډون په لسګونه ښارونو کې د اپوزېشن مشر الیکسي ناوالني د خوشې کېدو لپاره پراخې احتجاجي مظاهرې شوې دي.

دا په روس کې د پراخوالي له کبله په تېرو څو کلونو کې بې ساري مظاهرې بلل شوې دي.

مظاهره کوونکو د روس پر کریملین د نیوکو کوونکي اپوزېشن مشر الیکسي ناوالني له بنده د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

نوموړی یوه اونۍ وړاندې په جرمني کې له درملنې وروسته مسکو ته ستون شو او له رسېدو سره سم په هوایي ډګر کې د پولیسو له خوا ونیول شو.

د سیاسي بندیانو مسلې څارونکي د – او وي ډي‌ انفو – په نامه سازمان په خپل یو رپورټ کې ویلي چې پولیسو د جنورۍ پر ۲۳مه په ټول روس کې شاوخوا څلور زره مظاهره کوونکي نیولي دي.

زرګونه مظاهره کوونکي د مسکو ښار په پوشکین میدان کې راټول شوي وو، دوی هغه مهال له پولیسو سره ونښتل او وډبول شول چې پولیسو یې د نیولو او موټرو ته د پورته کولو هڅه کوله.

پولیس په دې کې برالي شو چې مظاهره کوونکي له دې میدانه وباسي.

له دې میدانه څو کیلو میټره لرې زرګونه نور مظاهره چیان راټول شوي وو چې پولیس یې د واورو په توپونو ویشتل.

چارواکو ویلي، څلور زره کسانو پرونۍ مظاهرو کې ګډون درلود، خو رویټرز خبري اژانس د مظاهره کوونکو شمېر شاوخوا ۴۰ زره یاد کړی دی.

د پرونیو مظاهرو پر مهال د الیکسي ناوالني میرمن یولیا ناوالنیا او د ناوالني یو سیکرټري لیوبول سوبل هم په پوشکین میدان کې مظاهره چیانو ته د وینا پرمهال نیول شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې صحنې هم خپرې شوې دي چې د پولیسو له تاوتریخوالي ډک چلند پکې ښودل شوی دی.

په یوه صحنه کې لیدل کیږي چې پولیس د یوه مظاهره کوونکي پر غاړه خپل زنګون ور ږدي.
د بخښنې نړیوال سازمان د مظاهره کوونکو نیول غندلي دي.

الیکسي ناوالني چې تېره یکشنبه ونیول شو، د دیرش ورځو په مخه بندي شوی دی.

هغه مهال ناوالني او نژدې کسانو یې خلک د روس د دې اقدام پر ضد مظاهرو ته را وبلل.

ناوالني د تېر اوړي په وروستیو کې سخت ناروغ او د درملنې لپاره جرمني ته ولیږدول شو.
هلته معلومه شوه چې نوموړته یو قسم زهر ورکړل شوي وو.