پاکستان په "بېړنۍ توګه د کورونا ضد واکسينو منظوري" ورکړه

يوه ډاکټره روسي واکسين ښيي - د ارشیف انځور.

د پاکستان حکومت د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره په بېړني ډول د روسي واکسينو د استعمال منظوري ورکړې ده.

سپوتنک پنځه په داسې حال کې منظور شوی چې دې هېواد وار له مخه د اکسفورډ پوهنتون استرا زېنيکا او د چين ساينو فورم واکسينونو ته د استعمال اجازه ورکړې ده.

دا چې په پاکستان کې به سپوتنک پنځه کله پېلېږي په اړه کره نېټه نه ده ورکړل شوې.

پاکستان چې د ابادۍ له پلوه د نړۍ پنځم لوی هېواد دی پکې د جنورۍ تر ۲۵مې پورې د سرکاري شمېرو له مخې کورونا وايرس تر ۱۱ زره زيات کسان وژلي دي.

خو څاروونکي وايي چې ښايي د مړو شمېر تردې هم زيات وي.

دا هم وګورئ: دیني عالمان د کورونا مخنیوي کې کومک ته سلا شوي: عارف علوي

سپوتنک پنځه په پراخه کچه داسې کلينيکل ازموينې نه لري چې د واکسين د خونديتوب او اغېز ملاتړ وکړي او نه هم ورته د اروپا د درمل ادارې ( يورپين ميډیسنز اېجنسۍ) او د روغتيا نړيوال سازمان (ورلډ هېلت ارګنايزېشن) منظوري ترلاسه ده.

خو بيا هم د کمپنۍ د وېبپاڼې له مخې ځينې بهرني هېوادونه چې پکې بېلاروس، سربيا، ارجنټينا، بوليويا، الجزایر او فلسطين راځي، دا واکسين استعمالوي.

روسیه تمه لري چې په راتلونکو څو اوونيو کې به ۱۰ نور هېوادونه واکسين رجسټر کړي.

يوه اوونۍ وړاندې، پاکستاني ډاکټرانو د کورونا وايرس واکسين په ترلاسه کولو کې حکومتي ګامونه ورو بللي وو او غوښتنه يې کړې وه چې روغتياپالو ته دې ژر تر ژر د واکسين لګولو بندوبست وشي.

په نړۍ کې ډاکټران او نور طبي کارکوونکي د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د لومړۍ مورچې مبارزين بلل کېږي او د علاج پر مهال په سلګونو ورڅخه مړه شوي هم دي نو ځکه په اکثرو هېوادونو کې لومړی دوی ته واکسین کېږي.