د امريکا استازو جرګې د جنورۍ پر ۲۵مه د مواخذې يوازينۍ ارټيکل سېنېټ ته وړاندې کړ او په دويم وار يې د ډانلډ ټرمپ مواخذې مقدمه پېل کړه.
په مقدمه کې "د بغاوت پارونې" تور دی.
دا ارټيکل وروسته له هغو په سېنېټ چېمبر کې ولوستل شو چې مخکې په استازو جرګه کې د مواخذې منتظيمينو په خاموشۍ سره د کانګرس له هغو هالونو تېر کړ چې د جنورۍ پر شپږمه پرې د ټرمپ ملاتړو بريد کړی وو.
هم دغې بلوې له کبله ټرمپ د هغه بلوې د مواخذې له مقدمې سره مخامخ دی، لاریون کوونکیو د جنورۍ پر شپږمه د کانګرس پر ودانۍ يرغل کړي وو چې پکې د يو پوليسوال په ګډون پنځه کسان وژل شوي ول.
د امريکايې سېڼېټ مشران پر دې سلا شوي چې له فېبرورۍ اتمې څخه په شورو کېدونکې اوونۍ کې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د "مواخذې عمل" پیل کړي.
په کانګرس کې د ډېموکراټ ګوند غړي چې د څارونوالانو رول ترسره کوي،کوښښ به کوي چې د ټرمپ مجرم ګرځولو لپاره د ريپبلکن ګوند کافي سېنېټران راضي کړي او بيا د يوې جلا رايې اچونې له لارې د ټرمپ مخه ونيسي چې بيا ولسمشر جوړ نه شي.
د بلوې يوه اوونۍ وروسته د ډېموکراټانو تر کنټرول لاندې په استازو جرګه کې د ټرمپ مواخذې په ملاتړ کې ۲۳۲ او مخالفت کې يې ۱۹۷ رايې واچول شوې وې.
د ټرمپ مجرم ګرځولو لپاره بايد د ريپبلکن لږ تر لږه ۱۷ سېنېټران په چېمبر کې له ډيموکراټانو سره ملګري شي او دارنګ کم ازکم له درېیو دوه برخې اکثريت ترلاسه کړي خو داسې کېدل نه ښکاري.
د کانګرس پر ودانۍ له هغه وروسته بريد وشو چې د امريکا پخواني ولسمشر ټرمپ په څو موقعو بغېر ثبوتونو ادعا وکړه چې هغه انتخابات ګټلي او د ده په تور په ټاکنو کې درغلي شوې.