ثانيه نشتر: پاکستان کې به غريبانو ته مياشتنۍ پیسې ورکوو

ثانيه نشتر وويل چې حکومت د بې وزله کسانو د شمېر مالوملو لپاره يوه سروې پېل کړې چې د جون تر مياشتې پورې به بشپړه شي.

په پاکستان کې د بې وزلۍ ختمولو په برخه کې د وزیر اعظم سلاکاره وايي، له فېبرورۍ میاشتې به په ټول هېواد کې بې وزلو کورنیو ته مياشتنۍ پیسې ورکول پېل شي.

دا اعلان ثانيه نشتر د جنوري پر ۲۵مه نېټه د مردان په ښځو پوهنتون کې یوې دستورې ته په وېنا کې اعلان وکړ خو دا تفصیل يې ورنکړ چې هرې کورنۍ ته به څومره پېسې ورکړل کېږي.

نوموړې زياته کړه چې حکومت دا وخت د غریبو کورنیو سروې کوي چې د روان کال تر جون میاشتې به بشپړه شي. د دې په خبره په دې لړ کې په خېبر پښتونخوا کې ۴۵ فیصده سروې مکمله شوې چې له مخې به يې د فېبرورۍ له میاشتې دغو کورنيو ته پېسې ورکول پېل شي.

له دې مخکې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په هېواد کې د ۵۰ لکه کورونو جوړولو ژمنه هم کړې وه خو تر دې دمه دغه کورونه نه دي جوړ شوي. د دې ترڅنګ عمران خان په خپله واکمۍ د ملیونو نوکريانو ورکولو ژمنه هم کړې وه.

اپوزيشن ګوندونه پر حکومت انتقاد کوي چې تر انتخاباتو له مخې چې تحريک انصاف کومې وعدې کړې وې په هغو کې يوه هم نه ده پوره کړې. خو حکومت بيا دا تورونه ردوي.