په تورخم کې د مسافرو لپاره اسانتیاوې برابرېږي

پر تورخم بندر هره ورځ په مالونو بار لسګونه ګاډي افغانستان او پاکستان ته اوړي

د ننګرهار چارواکي وایي چې ډېر ژر په تورخم ښارګوټي ‌کې د مسافرو او باروړونکو لاریو د تګ راتګ په موخه د نویو تاسیساتو پر جوړولو سره يې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د جنوري پر ۲۶مه په خپل دفتر کې د افغانستان سرحدونو او قبایلو چارو معین محمد یعقوب احمدزي سره په ناسته کې وویل چې په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره په دې هم سلا شوي چې د یوې میاشتې په اوږدو کې به د مسافرو پرمخ په اوونۍ کې اووه ورځې د تورخم لاره پرانستې وي.

اوسمهال په تورخم باندې د شنبې، سېشنبې، چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې خلکو ته د تګ راتګ زمینه برابره ده، چې له امله یې خلک په ساعتونو ساعتونو انتظار باسي.