په هند کې د کروندګرو مظاهره چيانو احتجاج دوام لري

په نوي دهلي‌کې لال قلعه ته ورجمع شوي مظاهره چيان

د هند مرکز نوي دهلي کې د جنورۍ پر ۲۷مه په سوونو پوليس د تاريخي لال قلعې د امنيت لپاره ځای پر ځای شوي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د جنورۍ پر ۲۶مه په دغه ښار کې د کروندګرو او پوليسو ترمنځ نښتو کې يو کس مړ شوی او لږ تر لږه ۸۰ کسان ژوبل شوي ول.

د هند کروندګر چې زياتره د پنجاب صوبې دي وايي، د حکومت زرعي اصلاحاتو ګټه لوی کمپنيوو ته رسېږي. خو د هند حکومت دريځ لري چې زرعي اصلاحاتو سره به هېواد نور پرمختګ وکړي او کروندګرو ته به نوې موقعې ترلاسه شي.

په هند کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د دهقانانو مظاهرو زور اخیستی دی

رويټرز او فرانس پريس اژانسوانو د جنورۍ پر ۲۷مه خبر ورکړی چې د هند مرکزي ښار نوي دهلي کې په لسګونه زره کروندګر د حکومتي اصلاحاتو پرضد له دوو مياشتو راهيسې په احتجاج دي.

د جنورۍ پر ۲۶مه کروندګرو د احتجاج په توګه نوي دهلي ته ټريکټري وروړي وي. پر دې موقع له پوليسو سره نښتې وشوي. پوليسو پر احتجاج کوونکو اوښکې بهونګي ګيس او پر لارو د تګ راتګ مخنيوي لپاره خنډونه جوړ کړي وو.

د خبري اژانسونو ترمخه مظاهرچيان تاريخي لال قلعې ته ورسېدل او هلته يې خپل بيرغونه هم ولګول. دا په داسې حال کې وه چې د جنورۍ پر۲۶مه د هند جمهوريت ورځ لمانځلو په مناسبت وزيراعظم نريندرا مودي وينا کوله.

پوليسو د مظاهرچيانو پرضد ۲۲ مقدمې درج کړي دي.