د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو خپرونکې حکومتي ويبپاڼې ترمخه تر د جنورۍ ۲۷مې پورې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېر ۵۳۷۴۷۷ ته رسېدلی دی.
په ملک کې په تېره يوه ورځ کې د کورونا وايرس له ۱۵۰۰ څخه زيات مثبت کيسونه ریکارډ شوي دي. خو له کووېډـ ۱۹ ناورغۍ تر څلور لکه ۹۲ زرو زيات کسان بېرته رغېدلي هم دي. دا وخت په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ فعالو کېسونو شمېر له ۳۳ زرو زيات دی.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د جنورۍ له ۱۸مې راهیسې په مرحله واره توګه د تعلیمي ادارو پرانېستل پېل شوي دي.
د پاکستان د تعلیم وفاقي وزیر له اعلان سره سم له نهم څخه تر ۱۲ ټولګي کلاسونه یا ټولګي پرانیستل شوي دي او په فېبرورۍ کې به پاتې نور کلاسونه هم پيل شي.
د پاکستاني وزیراعظم د روغتيا د چارو سلاکار، ډاکټر فېصل سلطان پر ټويټر خپره کړې ويديو کې ويلي چې هره صوبه او شخصي کمپنۍ کولی شي د کورونا وایرس واکسين واخلي.
نوموړي زیاته کړه دوی کوښښکويچې زر تر زره له نړيوالو دوا جوړړونکو کمپنيوو څخه ژر تر ژره واکسين واخلي او پاکستان ته یې وروړي.