د پاکستان کرکټ لوبډلې د دوو ټېسټ لوبو د سيريز په لومړۍ لوبه کې د سوهېلي افریقې لوبډلې ته په اوو وکټونو ماتې ورکړه.
د جنورۍ پر ۲۹ مه په کراچۍ مېدان کې ترسره شوې د ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ پاکستانۍ لوبډلې په خپل دويم اننګز کې د ۸۸ رنزونو هدف د درېیو وکټو په تاوان پوره کړ.
دا هم وګورئ: د جنوبي افريقا کرکټ لوبډله ۱۳ کاله وروسته پاکستان ته تللېپاکستانۍ لوبډلې په خپل لومړی اننګز کې ۳۷۸ رنزونه جوړ کړي ول او افریقه هغې په ړومبي اننګز کې ۲۲۰ او دويم کې يې بيا ۲۴۵ رنزونه جوړ کړي وو.
د مېچ غوره لوبغاړی د پاکستانۍ لوبډلې فواد عالم وګرځېدو چې په ړومبي اننګز کې يې ۱۰۹ رنزونه جوړ کړل.
د يادونې ده چې فواد عالم په ۲۰۰۹ز کال کې ټېسټ مېچونه شورو کړي و او تر درېیو مېچونو کولو وروسته له لوبډلې لرې کړل شو او اوس شاوخوا يولس کاله پس بيا ټېم ته راغلی.
د پاکستان او جنوبي افریقه ترمنځ په ترسره شوي وروستي ټېسټ مېچ کې د پاکستان سپينر بالرانو لکه ياسر شاه او نعمان علي اووه اووه وکټې وخستې.