میانمار کې پوځي کودتا، انګ سان سوچي ګرفتاره

د انګ سان سوچي پلویانو د تای لنډ په بنکاک کې د میانمار سفارت مخې ته د پوځي کودتا خلاف لاریون وکړ. ۲۰۲۱، ۰۱ فبروري

د میانمار ځواکمن پوځ نن سهار کودتا کړې او د چاپو پر مهال یې د هېواد مشره انګ سان سوچي او د واکمن ګوند نور لوړ پوړي غړي ګرفتاره کړي دي.

نن د پوځ ټیليویژن اعلان وکړ چې د انتخاباتو پر سر د شخړې پر مهال د ثبات په موخه د یو کال لپاره بیړنۍ حالت یا ایمر جنسي لګوي. بلخوا امریکا، اسټرالیا او نورو هېوادونو پر کودتا او د حکومتي غړیو پر نیولو اندېښنې څرګندې کړي.

په میانمار کې پروسږکال په نومبر کې تر انتخاباتو وروسته د حکومت او پوځ ترمنځ اړیکې له دې وجې خرابې شوې وې چې پوځ په انتخاباتو کې د درغلیو خبره وکړه.

د سوچي ګوند نیشنل لیګ فار ډیموکریسي تر بریا وروسته ټاکل شوې وه چې پارلیمان به خپلې چارې د فبرورۍ پر لومړۍ نیټه پیل کړي.

د میانمار پوځ چې له تېرو پنځو لسیزو راهیسي پر هېواد واک لري، د انګ سان سوچي د ۲۰۱۵م کال انتخابات تر ګټلو او په واک کې تر راتللو وروسته یې په سیاست او اقتصاد کې زیات نفوذ پر ځای ساتلی دی.