د افغانستان ننګرهار ولايت د والي دفتر نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې بيګا د استخباراتي ادارې، اين ډي ایس په بېلابېلو عملياتو کې د داعش دوه مهم غړي نيول شوي دي.
په نننۍ خبرپاڼه کې ويل شوي چې يو تن په چپرهار ولسوالۍ کې نیول شوی چې د خلکو د غرغره کولو (حلالو) له وجې د داعش قصاب په نوم مشهوره وو. له همدې ولسوالۍ يو بل کس په جلا عملياتو کې نيول شوی. پر هغه تور دی چې پر سوشل ميډيا د داعش د کمپاين د ډلې غړی دی.
تر اوسه دغه وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دې ويلي.