سيند حکومت د امريکايي وژل شوي خبريال ډينيل پرل په تښتونه او وژنه تورن عمر شيخ او د هغه نور ملګري چې سپريم کورټ يې د خوشي کولو حکم کړی، د زندان د پانسۍ له خونې څخه ویستلي دي.
سيند حکومت دا ګام د فرورۍ په شپږمه، د سپريم کورټ تر هغه حکم وروسته پورته کړی دی چې ويلي يې وو عمر شيخ او نور ملګري يې بايد سرکاري ريسټ هاوس ته منتقل شي. د سيند د اطلاعاتو وزيرناصر حسين شاه د فرورۍ په ۷مه مشال ريډيوته وويل: ((موږ د سپريم کورټ په حکم عمل کړی دی او دا کسان مو د پانسۍ له خونې سرکاري ریسټ هاوس ته لېږلي.))
دا هم وګورئ: بلينکېن پر پاکستان ټينګار کړی چې د پرل د وژنې مسولينو احتساب وکړيتورن احمد عمر شيخ او دهغه ملګري فهد نسیم، سید سلیمان ثاقب او محمد عادل به په سرکاري ریسټ هاوس کې ساتل کيږي خو دوی ته به د ټيليفون او انټرنيټ کارولو اجازه نه وي. د فرورۍ په ۲ مه نيټه سپريم کورټ حکم کړی وو چې د عمر شېخ او ملګرو سره دې يې د کور غړو ته د ملاقات اجازه هم ورکړل شي. په دې پرېکړه کې راغلې وو: ((د سهر له ۸ بجو څخه د ماښام تر ۵ بجي پورې بايد د هغوی کور والا هم هلته د دوی سره پاتې او تګ راتګ وکړلی شي.))
۳۸ کلن ډېنیل پرل د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبریال وو چې د دوه زره دوهم کال په جنوري کې په کراچۍ کې هغه وخت برمته او وروسته ووژل شو چې د اسلامي تندلارو وسله والو په اړه یې څېړنې کولې.
په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت سعید شیخ د ډېنیل پرل د تښتولو او سرغوڅولو په تور د مرګ سزا اورولې وه. خو وروسته د سيند های کورټ دا پرېکړه بدله او د شېخ تر څنګ درې نور کسان په دې مقدمه کې بري کړل. د سيند حکومت بيا هم دا خلک خوشي نه کړل نو ځکه یې وکيلان سپریم کورټ ته ورغلل. سپريم کورټ هم د سيند های کورټ پرېکړه تاييد کړه او وې ويل چې د تورنو کسانو په خلاف کافي ثبوتونو نشته دی نو ځکه بايد پرېښودل شي.
تېره اوونۍ د دغې عدالتي پرېکړې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي ول چې دا د پاکستان په ګډون په هر بل ځای کې د ترهګرۍ ښکار وګړیو سپکاوی دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.