د ايران او امريکا ترمینځ د نړۍ له قدرتونو سره د تهران د اټومي موافقې په اړه کړکيچ د فېبرورۍ پر اوومه نور هم سخت شو او د دواړو هېوادونو مشران له يو بله د لومړي اقدام غوښتنه کوي.
ولسمشر جو بايډن يوځل بيا ټينګار وکړ چې د خبرو مېز ته د راګرځولو لپاره به پر ايران بنديزونو لیرې نه کړي.
نوموړي د فېبرورۍ پر اوومه سي بي ايس ټي وي ته وويل تهران بايد لومړې د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په چوکاټ کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
له دې مخکې د ايران ستر رهبر ايت الله خامنه ای ويلي وو که امريکا غواړي چې ايران د شوې اټومي لوظنامې ترلاندې خپلې ژمنې پورا کړي نو ورته به ټول بنديزونه لیرېکول وي.
خامنه ای د فېبرورۍ پر اوومه سرکاري ټي وي ته وويل ''دا نه بدليدونکی او نهايي پرېکړه ده او ټول ايراني چارواکي په دې اړه متفق دي.''
په يو وخت د دواړو مشرانو دا هم-مهاله څرګندونې د بايډن د هغو هڅو په مخ کې د پرتو ډيپلوماټيکو خنډونو څرګندونه کوي چې غواړي د پخواني ولسمشر ټرمپ لخوا د مسترد شوي مهم تړون ته بيا کتنه وکړي.