هرکال د فېبرورۍ پر نهمه د انټرنیټ د محفوظه استعمال ورځ لمانځل کېږي.
د ډیجیټل پاکستان د شمېرو ترمخه په دغه هېواد کې ۷۷ میلیونه خلک د انټرنیټ استعمال کوي.
خلک د انټرنیټ له لارې زده کړې کوي، سوداګانې کوي او خرصوي، په بهر هېوادونو کې مېشت د خپلو خپلوانو سره خبرې او رابطې کوي، او ان اوس انلاین علاجونه هم کوي.
د خوندي انټرنیټ ورځ (سېفر انټرنیټ ډی) د وېب پاڼې ترمخه باید هېوادونه د انټرنټ د محفوظولو او د دې نه د ګټو اخېستلو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. په خیبر پښتونخوا کې هم زده کونکي انلاین زده کړې کوي، او لوی شمېر وګړي انلاین کاروبارونه هم چلوي.
په خیبر پښتونخوا کې د انټرنیټ استعمال
د پېښور پوهنتون د کمپیوټر ساینس څانګې استاده ډاکټر هما جاوېد چې په وایرلېس سېنسر نېټورکس او وایرلېس کمیونېکېشنس کې له لندنه پي اېچ ډي کړې وایي باید ولس ته د انټرنټ پر ښه استعمال پوهه ورکړل شي: ''دلته خلک د انټرنیټ په سم استعمال ډېر نه دي خبر، زموږ ټولنه کې زیاتره که وکتل شي نو نقصان یې ډېر دی خو د دې مطلب دا هم نه دی چې استعمال یې بند کړل شي، باید د انټرنیټ د ښه استعمال په اړه پوهه زیاته کړل شي.''
ډاکټر هما وایي د انټرنیټ مثال د چاړې دې که ماشوم له ورکړې نو هغه پرې ځان زخمي کولی شي او یو ښه کار پرې هم کولی شي.
محفوظه انټرنیټ څه معنا لري؟
د محفوظه انټرنیټ ورځ(سېفر انټرنیټ ډی) د وېب پاڼې ترمخه سږ کال هم دوی د تېر په څېر دا ورځ په دې نعره سره لمانځي چې په نړۍ کې دې د انټرنیټ استمال ښه، محفوظه او خوندي کړل شي.
د بشري حقونو فعال قمر نسیم چې د محفوظه انټرنیټ پر استمالولو روزنه هم ورکوي وایي اوس په نړۍ کې هر څه د انټرنیټ له لارې کیږي خو په پاکستان او بیا په خېبر پښتونخوا کې په دې اړه ډېره کمه پوهه ده چې دا استعمال باید څومره محفوظه وي: په پاکستان کې ۷۷ ملیونه خلک انټرنیټ استعمالوي،په دې کې یوه زیاته شمېره د ښځو او ماشومانو هم ده. د ښځو او ماشومانو په څېر زیاتره سړي هم پر دې نه پوهیږي چې دوی به کومې خبرې په انټرنیټ خپروي او کومې نه، له چا سره به رابطه کوي او څنګه به ځانونه د غلطو خلکو نه بچ ساتي.اوس انټرنیټ ي بنک نظام شته، انټرنیټ ي حکومتونه دي، ووټونه دي، خلک خپلې رای آنلاین اچوي،انلاین خپل شهریت او کاغذونه ترلاسه کوي،خو لا هم زموږ په ټولنه کې دا هر څه محفوظه نه دي.)
د انټرنیټ ښه استعمال څنګه کېدای شي
له جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکې بشرا مسود چې د اېم فل زده کونکې ده مشال راډیو ته وایي دا خپل زیاتره کارونه آنلاین کوي. بشرا وایي د کورونا وبا دوران چې کله د پېښور پوهنتون وتړل شو، نو دې خپل کلاسونه آنلاین واخېستل، دا شان د خپلې څېړنې لپاره یې ګڼ کتابونه او مقالې آنلاین ترلاسه کړې: ''ما آنلاین زده کړې جاري وساتلې، آنلاین مې خپل تیسېس جمع کړل، هم آنلاین سودا کوم، ځان له کله کله جامې آنلاین راغواړم، ما په فېسبک یو کمپېن هم کړی چې مقصد یې د ښځو د حقونو په اړه پوهه زیاتول دي.''
بلخوا د قبایلي زده کونکیو د تنظیم (ټراییبل یوت موومنټ) د کرم څانګې یو مشر ادریس خان مشال راډیو ته وایي د قبایلي ضلعو زده کونکي لا هم د انټرنیټ نه محرومه دي: ''د کورونا وبا له راتګ وروسته هر ځای کې کلاسونه آنلاین وشول، خو موږ ته لا هم انټرنیټ نشته، نه د موبایل انټرنیټ لرو او نه د پي ټي سي اېل. موږ د دې لپاره ډېرې مظاهرې هم وکړې، اوس وزیراعظم عمران خان وییلي وو، چې قبایلي ضلعو ته به موبایل انټرنیټ ورکوي خو لا څه نشته.''
زیاتره زده کونکي وایي د انټرنیټ له لارې یې خپلې زده کړې جاري وساتلې. بشرا مېسود دا هم وایي د انټرنیټ له لارې دوی د دنیا له حال خبریږي چې څه روان دي.
انټرنیټي کاروبارونه
د ډیجیټل پاکستان د ۲۰۲۰ کال د یو راپور له مخې په ۲۰۲۰م کال کې په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو د استمالونکیو شمېر ۳۷ ملیونه وو. په دغو کې داسې خلک هم شته چې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپل کاروبارونه چلوي، او هم دغې ځانونو له ګاهکان لټوي.
د پېښور د در یې اوړو سروس چې د خلکو کورونو ته سامانونه رسوي، د دغه سروس مالک حمزه خلیل مشال راډیو ته وایي د دوی کاروبار له انټرنیټ بغېر ناممکنه دی: ''موږ خپل اېپ لرو، پر دغې خلک کولی شي چې موږ ته د کار ووایي، موږ پر فېسبک خپله پاڼه هم لر، نو زموږ کاروبار خو د انټرنیټ بغېر نشي کېدای.''
حمزه خلیل وایي اوس د ملک د نورو برخو غوندې په خېبر پښتونخوا کې هم خلک آنلاین دوکانونه لري او آنلاین څېزونه خرصوي، او پر ټولنیزو رسنیو یې اشتهارونه چلوي. خو د سوات ضیا الرحمان چې پر شالونو او جامو د کشیده کارۍ کاروبار لري وایي لا هم دغلته خلک پر آنلاین کاروبار مالومات نه لري نو ځکه هم د کورونا وبا دوران د دوی کاروبار زیات متاثره شو: ''دلته د پنځو فیصدو نه هم کم آنلاین اخېستل خرصول (شاپنګ) کیږي. دا ځکه چې خلک پر دې نه پوهیږي. زموږ زیاتره سامانونه به سېلانیانو اخېستل نو چې کله د کورونا وبا دوران کې ټولبند اعلان شو، ورسره زموږ کاروبارونه هم خراب شول.''
د چارسدې الفت بی بی وایي پر انټرنیټ نه پوهیږي خو دومره خبره ده چې پر دغې د خپلو خوېندو وروڼو سره خبرې کوي.
دا شان د مردان مختار خان وایي پخوا مسافرۍ ګرانې وې خو اوس انټرنیټ اسانې کړي دي او دی هم اوس د خپل نوسو سره پر ویډیوکال خبرې کوي: ''پخوا به موږ خپل کور ته خطونه لېږل رالېږل، مسافرۍ هم ګرانې وې، خو اوس د انټرنیټ له وجې اسانې شوي دي، زه خپله د خپلو نوسو(لمسو) سره پر انټرنیټ خبرې کوم، زما ورسره ډېر ښه وخت تېر شي.''
د کورونا په موجوده وبایي صورتحال کې ډېرو ډاکټرانو هم آنلاین کلینکونه خلاص کړي دي. په پاکستان کې د مرحم په نوم د یوې ادارې ویانده نورین وایي دوی د خیبر پښتونخوا پشمول د هېواد په زیاترو ښارونو کې آنلاین کلینکونه لري: ''موږ خپل اېپلیکېشن لرو هلته به تاسو ډاکټر خوښ کړۍ، فیس به هم آنلاین جمع کړۍ او ډاکټر به ورته نسخه هم آنلاین ورکړي.''
د ډيجېټل پاکستان د شمېرو ترمخه د ۲۰۱۹ کال نه تر ۲۰۲۰م کاله پورې په پاکستان کې د انټرنیټ استعمالونکیو شمېر ۱۱ ملیونه زیات شوی دې، او هم دغه موده کې د ټولنیزو رسنیو د اsتعمالونکیو شمېر ۲.۴ ملیونه زیات شوی دې.
په سرکاري ادارو کې وای فای
د ملک د نورو برخو غوندې د خیبر پښتونخوا په سرکاري پوهنتونونو او سرکاري ادارو کې د انټرنیټ سهولت ورکول شوی دې.خو د پېښور پوهنتون د کمپیوټر ساینس استاد محمد صدیق الله وایي د انټرنیټ د خوندي یا محفوظه کارولو لپاره به زیات کار کول وي: ''اوس په سرکاري پوهنتونونو کې هر ځای وړیا وای فای ده، زه پخپله د دې خلاف یم، باید د وای فای سهولت یوازې په لېبارټریو او لایبرېریو کې وي چې زده کونکي ترې ګټه واخلي ګنې هسې دا د دوی وخت ضایعه کوي. په څېړنو او نورو زده کړو کې د انټرنیټ له لارې یو تن ډېر ښه مالومات حاصلولی شي، خو باید په دې اړه پوهه زیاته کړل شي چې څنګ به د انټرنیټ ښه استمال زیاتوو.''
د انټرنیټ تاوان څه دی؟
په خیبر پښتونخوا کې استادان وایي زدهکونکي که یو خوا پر انټرنیټ آنلاین زده کړې کوي، نو بلې خوا ته د دې ډېر غلط استعمال هم کیږي. د کمپیوټر ساینس استاد محمد صدیق الله وایي ده پخپله د ۲۰۱۴م کال وروسته د فېسبک استعمال پرېښودی دې. نوموړی وایي که ماشوم دی که لوی خپل د ورځې غوره وخت انټرنیټ ته ورکوي. نوموړی وایي باید ماشومان او لوی له یو بل سره رابطه ولري، د نېچر نه ځان خبر کړي: ''په کور کې دننه ټول په ګوټونو کې ناست وي، او ټول یې ښه استعمال نه کوي، ماشومان زیاتره ګېمونه کوي، د دغې د دوی په ذهنونو ښه اثرات نه پرېوځي، باید ماشوم جسماني کارونو کې مشغول کړل شي، لوبې وکړي، تازه هوا واخلي، او هم دغه مثال د لویو دی.''
استاده ډاکټر هما جاوېد وایي د انټرنیټ د زیات استعمال پر صحت هم خراب اثرات پرېوځي نو ځکه باید لوی او واړه دې د دې د استعمال لپاره وخت وټاکي: ''د انټرنیټ زیات استعمال د ماشوم توجو او پام (فوکس) خرابوي، او هم دغه مثال د لویو دی. خلک د نږدې خلکو نه نه خبریږي، او د لویو او وړو په مغزو یې هم ښه اثر نه پرېوځي. څومره چې د انټرنیټ استعمال ډېر وي هغه هومره یو تن ځان ستړی احساسوي، باید موږ ټول د دې لپاره وخت وټاکو.''
په پاکستان کې د انټرنیټ ي جرمونو ضد قانون
د بشري حقونو فعال قمر نسیم وایي په پاکستان کې انټرنیټ ي جرمونه زیات شوي دي، د داسې جرمونو زیاتره ښکار ښځې او ماشومان دي.
په پاکستان کې د انټرنیټ ي جرمونو د مخنیوي قانون (پیکا) عملي دی،چې ترمخه یې قانون نافذونکې ادارې په انټرنیټ ي جرمونو کې د ککړتیا په تور د خلکو انټرنیټ ي پاڼو یا موبایل ټېلېفون شمېرو تړلو واک لري خو د پلټنو وفاقي اداره،( اېف ای اې) د دې ډول تورونو تحقیقات کوي او بیا د تورن کس پر ضد مقدمه کوي او که جرم پرې ثابت شي نو ورته عدالت د بند او جرمانو سزاګانې اورولای شي.
بلخوا قمر نسیم وایي په پاکستان کې د ډېټا پروټېکشن قانون نشته. هغه ټوله ډېټا که د تصویر یا ویډیو په شکل کې ده او یا که د نورو مالوماتو په شکل،پر انټرنیټ د دغو د خوندي ساتلو په اړه لا هم قانون سازي نه ده شوې.