د امریکا سېنېټ د پخواني ولسمشر ټرمپ مواخذې د مقدمې منظوري ورکړه

داسې ښکاري چې پخوانی ولسمشر به په دې مقدمه کې بري شي خو بد تاریخي میراث به ورته پاتې شي.

د فېبرورۍ پر نهمه د امریکا سېنېټ کې د ډونلډ ټرمپ خلاف د مواخذې مقدمې د پیلولو په اړه رایې واچول شوې.

د مواخذې خلاف د ۴۴ ووټونو مقابل په ۵۶ مثبتو رایو سره د مواخذې رسمي کاروايي پیلولو ته لاره برابر شوه.

د مواخذې مقدمه کې به د دې تعین کېږي چې ایا د جنورۍ پر شپږمه د امریکا د کانګریس پر ودانۍ (کیپټل هل) د بلوې ذمه وار دی که نه.

پر نوموړي تور دی چې دغه بلوه ګر یې بغاوت ته لمسولي وو.

د امریکا په سېنېټ کې د اکثریتي ډلې مشر چک شومر د فېبرورۍ پر نهمه په واشنګټن کې سېنېټ ته وویل :" دا مو جدي اییني دنده ده چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ خلاف د تورونو په لړ کې د هغه خلاف د مواخذې عادلانه او صادقانه مقدمه وشي. د امریکا په تاریخ کې د ولسمشر خلاف دا تر ټولو سخت تورونه دي."

د ریبپلکن ګوند شپږو غړیو له ډیموکراټانو سره په ملتیا د مواخذې کاروايي پیلولو په حمایت کې رایې ورکړې.

د امریکا په سېنېټ کې دا وخت د ریپلکن او ډیموکراټ ګوند غړي برابره یاني پنځوس پنځوس فیصده نمایندګي لري.

د امریکا د سېنېټ غونډه

د مواخذې لپاره ضروري ده چې د سېنېټرانو په درېړو کې دوې برخې یې حمایت وکړي. خو د ریپبلکن ګوند د شپږو غړیو تر رایې وروسته داسې نه ښکاري چې دا ضرورت به د مواخذې په مقدمه کې پوره کړل شي.

په رایه اچونه کې په دې تمرکز و چې ایا د امریکا ایین د هغه ولسمشر خلاف چې په واک کې نه دی، د مقدمې د چلولو حمایت کوي که څنګه؟

د مواخذې مقدمه چلوونکو ډیموکراټانو د خپل دریځ په دفاع کې قانوني دلیلونه وړاندې کړل او ورسره یې جذباتي خبرې هم وکړې.

په عین حال کې د ریپبلکن ګوند غړي هم په دې نظر وو چې د ټرمپ د مدافعې ډله بې ترتیبه او ګډه وډه وه.

د امریکا د رسنیو د خبر له مخه ټرمپ په فلوریډا کې له خپل کوره د ټېليویژن په ذریعه جوړ دغه بحث ته کتل او د خپلې مدافعې ډلې په قانوني دلایلو غوسه و.

له میري لینډه د ډیموکراټ ګوند استازي جیمي راسکین چې د ټرمپ د مواخذه کولو د ډلې مشري کوي، وویل چې د ایین له مخه پکار ده چې له پخوانيو چارواکو نه د واک دورې پر مهال د سرغړونو حساب وشي. د نوموړي په خبره په دې کې د اقتدار د وخت اخیري ورځې هم شاملې وي.

د ټرمپ د مواخذه کولو د ډلې غړیو، په ۱۳ سېنېټرانو مشتملې د قضاوت یوې جرګګۍ ته د بحث په پیل کې د ۱۳ منټو ویډیو و ښودله چې پکې بلوه ګر د کانګریس پر ودانۍ حمله کوي.

په ویډیو کې و ښودل شو چې ټرمپ خپلو پلویانو ته له وایټ هاوس ( سپینې ماڼۍ ) سره نېږدې په لاریون کې د ګډون کولو خبره وکړه.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

امریکايي کانګرس په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بایډن بری تایید کړ

ټرمپ پر خپلو حمایتیانو غږ وکړ چې د هغه په خبره (د ووټونو) غلا دې ودروي. دا خبره د نوموړي له هغه بې بنیاده دعوې سره تړاو لري چې ګواکې د ۲۰۲۰ز کال د نومبر درېیمې ولسمشریزو انتخاباتو کې یې د دوکې یا درغلیو له وجې و بایلله.

د هغې پس د هغه پلویان د کانګریس ودانۍ په لور روان شو. په ویډیو کې ښکارېدل چې د ټرمپ پلویان دروازې او شیشې ماتوي.

د ټرمپ مدافع وکیلانو ډیویډ شون او بروس کاسټر دلیلونه ورکړل چې د مواخذې مقدمه غیرایيني ده ځکه چې یو خو ډېر ژر د استازو جرګې د خونړۍ بلوې یوازې یوه اوونۍ وروسته د ټرمپ د مواخذې مقدمې منظوري ورکړه. په دې سره هغه ته د خپل سپیناوي وخت ور نه کړل شو.

بله دا چې د مواخذې مقصد له واکه لېرې کول وي چې اوس ناممکن دی ځکه چې ټرمپ نور ولسمشر نه دی پاتی.

شون د یو شمېر ډیموکراټانو بیانونو ته په اشاره تور ولګاوه چې د مواخذې مقدمه متعصبه ده، ځکه چې هغوی د ټرمپ د واک د دورې له پیل راهیسې د هغه مواخذه غوښتله.

د ټرمپ د دفاع وکیل ډیوډ شون تر هغې مخکې چې سېنېټ یې د مواخذې مقدمه تاییده کړي، د خپلو دلیلونو وړاندې کولو په وخت وویل:" په اخره کې دا یوازې د ډونلډ ټرمپ یا د کوم فرد خبره نه ده. دا زموږ د ایین خبره ده او دا هم چې د سیاسي ګټې لپاره د مواخذې ناوړه استعمال کېږي."

د ټرمپ دفاع وکیلانو وویل چې په مواخذې سره به هیواد لا نور تقسیم شي او کیسه به په داسې حال کې لا خرابه شي چې پر ډیموکراټانو تور لګول کېږي چې د دې مقدمې له لارې ټرمپ یو ځل بیا انتخاباتو ته د ودرېدو نه منع کول غواړي.

د دفاع وکیلانو دریځ و چې د جنورۍ پر شپږمه چې ټرمپ په لاریون کې څه ویلي وو، د بیان د ازادۍ له مخه یې حق لري. دوی وویل چې ټرمپ پر کانګریس د حملې نه وو ویلې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ټرمپ له سپینې ماڼۍ سره خدای پاماني وکړه


خو د دغو دلیلونو په اړه د ریپبلکن ګوند غړي هم خوشحاله نه وو.

د ټیکسیس سینیټر ټیډ کروز چې د ټرمپ ډېر پوخ ایتلافي دی، وویل چې د هغه په فکر د وکیلانو کار ډېر موثر نه و.

د ټرمپ یو بل نېږدې ملګري لنډسي ګراهم چې د جنوبي کیرولاینا نه سېنېټر دی، وویل چې نه پوهیدو چې د کاسټر دلیلونه کومې خوا ته روان وو.

د ریپپلکن ګوند سېنېټر بل کیسیډي چې د ټرمپ خلاف د مواخذې مقدمې د پرانیستو په حمایت کې یې رایه ورکړه، وویل چې د ټرمپ ډله منظمه نه وه.

تمه ده چې دغه مقدمه لږ تر لږه د یوې اوونۍ پورې روانه وي. د فیبرورۍ پر ۱۰مه د مقدمې له پیلېدو سره سم د مدافع او استغاثې لوري د دلیلونو لپاره ۱۶ ګنټې لري. په دې کې باید یوه ورځ د اتو ګنټو نه زیات وخت و انخیستل شي.

د ریپبلکن ګوند سېنېټرانو د کیپیټل هل له پېښې سره په تړاو د ټرمپ د چلند غندنه کړی خو یوازې یو څو پکې دې ته امادګي ښودلی چې هغه دې مواخذه شي.

تر دې مخکې د ۲۰۲۰ز کال په فېبرورۍ کې د ټرمپ د مواخذې لومړۍ مقدمه کې هغه له تورونو بري وګرځول شو.

هغه کاروايي له هغو تورونو سره تړلې وه چې ګواکې نوموړي اوکراین ته د جوبایډن او د هغه د زوي خلاف پلټنو د پیلولو خواست کولو سره د واک ناجایزه استعمال کړی و او د کانګریس په کار کې یې خنډ اچولې و.