د شمالي مقدونیا یو جهیل پر کبانو او اوبو بیا اباد شوی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د شمالي مقدونیا ډویرېن جهیل چې په اتیامه او نویمه لسیزه کې پکې اوبه تقریباً ختمې شوی وی، د حکومت پر هلو ځلو یو ځل بیا اباد شوی. ځايي کب نیوونکي وايي چې مخکې یې ماهي ګیري او سیلګرۍ ته ډېر تاوان رسېدلې و خو اوس په جهیل کې اوبه زیاتې شوي او مهیان هم ورته ورغلي دي. خو د ماحولیاتو د چارو ماهرین وايي چې الودګي اوس هم دغه جهیل ته خطر ورپېښوي. نور د رویټرز خبري اژانس ویډیويي راپور کې.