ټپه چې د پښتو شاعرۍ یو تر ټولو زوړ صنف ګڼل کېږي، زیات ولسي رنګ لري.
شاعران او لیکوالان وایي، د ټپې د پېل وخت نه دی مالوم، خو پکې د ژوند د هر مسلې او هر دور عکس لیدل کېږي. شاعران او لیکوالان وایي د پښتو ټپې تعلق له پښتنو مېرمنو سره هم زیات دی او ځینې بیا وایي چې ټپه په اصل کې د یوې پښتنې د زړه اواز دې.
لیکواله او شاعره ډاکټر سلما شاهین چې نا څه ۳۵۰۰۰ ټپې یې راټولې کړي دي وایي د دې د مالوماتو او څېړنو له مخې۸۵ فیصده ټپې چې دې راټولې کړي د ښځو له خولې وییل شوي دي. نوموړې وایي، ټپه په پښتنو کې دومره مقبوله ده چې کله دې د ټپو راټولولو کمپېن پېل کړ نو د عوامي نېشنل ګوند د هغه وخت مشر خان عبدالولي خان ورته له ۹۰۰ زیاتې ټپې ډالۍ کړې چې هغه خپله راټولې کړې او خوندي کړې وې.
زما ابۍ دادا ته وایه
خوشاله نه یم له ناکامه ناسته یمه
لیکواله او شاعره حسینه ګل تنها وایي ټپه په پښتو ادب کې د پښتنو مېرمنو میراث دی. په ۲۰۱۵ز کال کې د کوټې پښتو نړيوال سیمينار ته سیاستوال او ليکوال افراسياب خټک د خپلې مقالې د وړاندې کولو پر وخت ویلي وو چې ټپه د پښتو ادب سپېځلتوب او معصومیت څرګندونه کوي چې د هاغه مهال پښتون ولس خپل د زړه ارمانونه په یو څو لنډو ټکیو کې بیانول چې د ادب نړۍ یو تر ټولو ستر زوړ صنف هم بلل کېږي. افراسیاب خټک په خپله مقاله کې ویلي، ټپه په سنسکرت کې اندروني، داخلي او باطینې سوز و ګوداز ته وایي او پښتو کې هم ټپ زخم ته وایي، او په ټپه کې پښتو د خپل زړه درد بیان کړی دې.
د ماځیګر زړیه لمره
ته لا ولاړ یې په ما پرېوتل ګردونه
لیکواله او شاعره کلثوم زېب وایي، ټپه پښتنو مېرمنو روزمره کارونو پر وخت ویلې ده، له مېچن سره یې ویلي، په پټو کې د کار پر وخت یې ویلې چې دغه د پښتنې د ژوند حالات هم بیانوي.
بلخوا لیکوال او شاعر حضرت زبېر زبېر وایي، ټپه سړو هم ویلې خو د ښځو اثر پرې زیات دی.
په سر مې چج کمڅۍ پرتې دي
ورلاندې مه شه د نامرد سړي لاسونه
د دغه ټپې په اړه حضرت زبېر وایي دا د یوې پښتنې خوښه، د هغې ارمان او د زړه حال بیانوي. حضرت زبېر چې پخپله یې هم څه نا ځه ۲۵۰ ټپې لیکلي وایي لا هم ډېرې پخوانۍ او زړې ټپې تس نس پرتې دي، او ډېرو مشرانو ښځو ته یادې دي نو باید چې د دغو پر محفوظولو زیات کار وشي.
خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.