د پاکستان حکومت د وفاقي ملازمینو په تنخاګانو کې د اضافې فېصله کړې او صوبايي حکومتونو ته يې هم امر کړی چې د خپلو ملازمینو په تنخاګانو کې زیاتوالی وکړي.
خو د اقتصادي چارو تجزیه کاران بیا وايي، د پاکستان اقتصاد د دې توان نه لري چې د لکونو ملازمینو په تنخاګانو کې دې زیاتوالی وکړي ځکه چې دا اربونو روپو ته رسيږي، نو په داسې حالاتو کې به حکومت د سټېټ بینک یا نورو بينکونو نه پور اخلي او له دې وجې به ګراني هم سیوا کېږي.
ملازمین بیا وايي، دوی په دې شرط خپله دهرنا ختمه کړې چې حکومت به يې ارومرو تنخاګانې سیوا کوي او که له دوی سره کړې وعده یې پوره نه کړه نو له دې به سخت احتجاج کوي.
په اسلام اباد کې د فبرورۍ پر ۱۱مه له ټول پاکستانه ورغلیو سرکاري ملازمینو خپله احتجاجي پرلت پر دې شرط ختم کړ چې حکومت به يې په تنخاکانو کې اضافه کوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
بلخوا هم د فبرورۍ پر ۱۱مه له نورو وفاقي وزیرانو سره په ګډه خبري کانفرنس ته خپله وینا کې د دفاع وزیر پروېز خټک وویل، حکومت د وفاقي ملازمینو په تنخاګانو کې تر بودیجې پورې ۲۵ فيصده عبوري زیاتوالې کوي.
د نوموړي په خبره، دوی فېصله کړې چې د ټولو وفاقي ملازمینو تنخاګانې سیوا کړي او دا رنګ وزیر اعظم عمران خان د نورو صوبو اعلا وزیرانو ته هم هدایات جاري کړي چې څنګه وفاق فېصله وکړه داسې دې صوبې هم له خپلو ملازمینو سره کیني او د دوی مسلې دې هوارې کړي.
د یادونې وړ ده چې په ټول پاکستان کې تر ۱۶ لکو پورې سرکاري ملازمین دي او د شماریاتو د ادارې په وینا په دې کې پنځه لکه، ۸۱ زره ۷۵۵ ملازمین د وفاق دي او په دې کې یوازې ۱۶،۱۸۵ د سیکرېټرېټ ملازمین دي چا چې په دې احتجاجي دهرنا کې ګډون درلود.
له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د احتجاج یو ګډونوال الیاس خان چې په اسلام اباد کې د داخله چارو د وزارت ملازم دی وویل، دوی دومره خوشبینه نه دي چې حکومت به ورسره کړی لوظ پوره کړي. هغه وايي که حکومت داسې وکړل نو بیا به له دې سخت احتجاج کوي او بیا به د ۱۰۰ فيصده تنخا زیاتولو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت يو پلو له اې اېم اېف یا نړیوال مالیاتي صندوق پورونه اخلي او بله خوا يې د دې ملازمینو په تنخاګانو کې د اضافې اعلان کړی نو په داسې حالاتو کې به څنګه ممکن شي چې د دوی په تنخاګانو کې زیاتوالې وکړي؟
دا هم وګورئ:
اسلام اباد احتجاج: سرکاري ملازمینو او پولیسو نښته کړېپه اسلام اباد کې د ملازمینو احتجاج دوام لريد خیبر پښتونخوا حکومت په بجټ کې له پامه غورځولي یو: سرکاري نوکراند دې پوښتې په ځواب کې په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو شنونکي ډاکټر معراج الحق مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې د کال په سر دا وخت امدن ۱۶۰۰ ډالره دی او که د پاکستان اقتصادي حالات هم دغه شان پاتې شو نو د سړي سر امدن به نور هم راښکته شي.
نوموړي وویل:" حکومت ویل چې له دوی سره پیسې نه شته چې د دې ملازمینو په تنخاګانو کې زیاتوالې وکړي نو اوس يې چې اعلان وکړ نو د دې پوره کولو لپاره به له سټېټ بانک څخه پور اخلي ځکه چې د پاکستان اقتصاد لا دومره پياوړې نه دی چې د ټولو ملازمنیو په تنخاګانو کې اضافه وکړي."
دا رنګ په پېښور کې یو بل د اقتصادي چارو پوه سېد قیوم مشال راډیو ته وویل:" په پاکستان کې ۱۶ لکه سرکاري ملازمین دي او په دې کې له ګرېډ یو څخه تر ۱۹ ګرېډه سرکاري ملازمینو په تتخا کې د زیاتوالي غوښتنه کوله نو دا به ممکن نه وي چې د دومره خلکو په تنخاګانو کې حکومت اضافه وکړي ځکه چې دا رقم په اربونو کې جوړېږي."
د یادونې وړ ده چې له ټول پاکستانه اسلام اباد ته ورغلي دې ملازمینو د فبرورۍ پر ۱۰مه احتجاجي دهرنا ورکړه او غوښتنه يې وه چې په دې هېواد کې ګراني ډېره زیاته شوې نو باید چې حکومت د دوی تنخاګانې هم د ګرانۍ په تناسب سره زیاته کړي.
بلخوا مشال راډیو چې په اسلام اباد کې د خزانې له وزارت سره تماس ونيوو نو یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط وویل چې حکومت د دوی تنخاګانو لپاره منصوبه بندي کوي خو چې کومه اضافه شوې نو دا عبوري ده او په بودیجه یا بجټ کې چې کله د ادایګۍ د کمېشن فېصله راشي نو بیا به د دوی د کره فيصدي پته معلومېږی چې څو فيصده يې په تنخا کې زیاتوالې کېږي.