وکيلانو د خپلو ملګرو د خوشي کولو لپاره احتجاج کړی

د اسلام اباد های کورټ مخه

په اسلام اباد کې وکیلانو په احتجاجي مظاهره کې غوښتنه کړې چې د دوی نیول شوي ملګري وکیلان دې راخوشې کړل شي او په هغوی جوړې مقدمې دې بېرته واخیستل شي.

د فرورۍ په ۷مه ځايي انتظامیې د اسلام اباد په کچرو کې د ځينو وکيلانو دفترونه ړنګ کړل چې دا تجاوزات دي.

تر دې وروسته څو وکیلان په احتجاج اسلام اباد های کورټ ته ورغلي وو. دې عدالت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دغو وکیلانو د احتجاج په نوم په چیف جسټس اطهرمن الله حمله کړې او املاکو ته يې زیان رسولی. له همدې وجې د عدالت انتظامیې په دوی مقدمه درج کړې او تر دې دمه پولیسو لس وکیلان نیول شوي دي.

د فرورۍ پر ۱۳سمه د اسلام اباد په ډي چوک کې وکیلانو احتجاج وکړ. دوی غوښتنه کوله چې د دوی نیول شوي ملګري دې ژر تر ژره پرېښودل شي. دې وکيلانو له خپله احتجاجه دفاع کړې او په حقه یې بللی.

اسد خان نومې وکیل مشال راډيو ته وويل: ((په نیمه شپه انتظامیې زموږ پنځوس پورې دفترونه ړنګ کړي چې پکې زموږ لېپ ټاپونه او نور ضروري کاغذونه او فایلونه ورک شوي دي. کله چې موږ های کورټ‌ ته په احتجاج ورغلو نو رینجر ځواکونو موږ ووهلو. بیا د چیف جسټس اطهرمن الله په وینا زموږ پرضد د ترهګرۍ مقدمه درج شوه.))

خو پر سوشل ميډيا يا ټولنیزو رسنيوو خپره شوې يوه ويډيو ښيي‌چې څو وکيلان د های کورټ‌ د يو قاضي دفتر ته په جارحانه ډول د ورننوتلو کوښښ کوي.

په اسلام اباد کې په مظاهره بوختو وکيلانو کې يو وکيل، عبدالرحيم وزیر، مشال راډیو سره د فرورۍ په ۱۳مه په خبرو کې ويلي پولیسو داسې کسان نيولي چې عدالت ته نه وو ورغلي. ((زموږ ملګري وکيلان چې نه های کورټ ته ورغلي او نه يې احتجاج کړی، نيول شوي دي. دغه ټول يې بې ګناه دي نو ځکه بايد خوشي کړل شي.))