نن پښین کې ضمني ټاکنې دي

د پښین پي بي ۲۰ یو پولینګ سټېشن

د بلوچستان اسمبلۍ په پښین ضلعه کې پر پي بي ۲۰ مې انتخابي حلقه باندې نن سهار ضمني ټاکنه پيل شوې چې د مازیګر تر ۵ بجو به روانه وي. په دې مهال په تحصیل حرمزي او سرانانو کې سخت حفاظتي انتظامات شوي دي.

په دغه حلقه کې ټولټال ۹۹ زره ۸ سوه ۴۹ رای ورکونکي دي چې ۱۱۳ پولینګ ځایونو بندوبست ورته شوی دی. د چارواکو په وینا په دغو کې درې حساسه او ۹۱ یې ډېر حساسه ګرځولي دي. هلته د امنیت ساتنې لپاره، پولیس او سرحدي عسکر ګومارل شوي دي.

د حرمزي او سرانانو تحصیلو په دغه حلقه کې د ابادۍ شمېره تر دوه نیمو لکو زیات دی خو ولس یې تر ډېره له بنیادي اسانتیاو بې برخې دي.

دا هم وګورئ:

پاکستان د قومي او صوبايي اسمبلیو پر اته چوکیو بیا ټاکنې کوي پوځ دې کړې تېروتنې ومني او له ولسه دې بخښنه وغواړي: مولانا فضل الرحمند پاکستان پوځ په سياست کې تر کومه حده ګوتې وهي؟

په روانو ټاکنو کې د جمیعت علمای اسلام امیدوار سید عزیز الله آغا او د حکومتي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ امیدوار عصمت الله ترین ترمنځ د سختې سیالۍ وړاندوینه ده. ځکه چې د جمعیت علمای اسلام امیدوار سید عزیزالله آغا ته په پاکستان ډیموکراټیک مومنټ کې د شاملو ګوندونو لکه پښتونخواملی عوامي ګوند، پیپلز ګوند، عوامي نیشنل ګوند او مسلم لیګ نون ملاتړ ترلاسه دی. دغه ډول د حکومتي جماعت بلوچستان عوامي پارټۍ له امیدوار عصمت الله ترین سره د پاکستان تحریک انصاف، جمعیت علماء اسلام (نظریاتي) او ترین قومي موومنټ ملاتړ دی.

په دې انتخاباتو کې سید عصمت الله آغا او سید امرالدین آغا په آزاده توګه ولاړ دي.

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان اسمبلۍ دغه څوکۍ پروسږ کال په بلوچستان اسمبلي کۍ د جمعیت علمای اسلام د پخواني غړي سید فضل آغا له مرګ وروسته خالي شوې وه. نوموړي د ۲۰۲۰ز کال د مې میاشتې پر ۲۰مه نېټه د کراچۍ په یو روغتون کې د کرونا وایرس له ناروغۍ ومړ.