د مسلم ليګ (ن) يو مخکښ او سېنېټر مشاهد الله خان ومړ

سېنېټر مشاهدالله خان

د پاکستان په سېنېټ (مشرانو جرګه) کې د یوه خولور ویناوال په نامه شهرت لرونکی ۲۸ کلن سېنېټر مشاهدالله خان د فبرورۍ ومړ.

د مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې مريم نواز بېګا ناوخته پر خپل ټویټر د هغه د مړيني خبر ورکړ. دې د مشاهدالله خان پر مړینه سخت خپګان ښودلی او دا یې د ګوند لپاره لوی تاوان بللی دی.

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې نوموړی له ډېرې مودې راهيسې سخت بيمار وو او په چارشنبه (پرون) په اسلام اباد کې وفات شو.

سېنېټر مشاهدالله خان یو ډېر خولور او ځیرک ویناوال وو او په سېنېټ کې یې د یوه سخنور ویناوال او په ګوند کې د یوه وفادار ملګري نوم لاره.

نوموړی په راولپڼدۍ کې زیږېدلی و، د ۲۰۱۸ ز کال له مارچ مياشتې راهيسې د سېنېټ غړی و او د پخواني وزيراعظم نواز شريف په حکومت کې د موسمياتي بدلون وزير هم پاتی شوی وو.