دا یوه میاشت له هغه وروسته له هغې ده چې ولسمشر جو بایډن په دفتر کې په لومړۍ ورځ ملګرو ملتونو ته وویل چې واشنګټن به په تړون کې ورګډوي.
د نړۍ مشرانو په اقلیمي تړون کې د امريکا بېرته راستنېدنو تود هرکلی وکړ او په دې توجو ورکړی چې امريکا به له نړیوال تودوخې سره د مبارزې لپاره د ګيسونو کمولو لپاره څه کوي.
د امريکا د هوا پیژندنې لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي جان کیري به د فېبرورۍ پر ۱۹مه د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونيو ګوټيريس سره په انلاين غونډه کې په تړون کې بيا شامليدو يادونه وکړي.
ګوتریس د فېبرورۍ پر اتمه وویل چې د پاريس په تړون کې د امريکا شامليدل "پخپله ډېره مهمه ده."
دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د اقلیم پخواني مشرۍ کریسټینا فګیریس د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد لرونکې هېواد د برخې نه اخېستو له وجې د اقلیم له بدلون سره مبارزه کې د وخت ضایع کیدو په اړه خواشیني څرګنده کړي.
پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۷ز کال کې امريکا له دې تړونه د ويستلي پريکړه کړي وه.
دا هم وګورئ:
د اب و هوا بدلون له تړونه امریکا ولې ووتله؟بایډن د ټرمپ کوم فرمانونه ختم کړل؟انګیلامیرکل: اروپا د اب و هوا په اړه د پېرس تړون بې شرطه ملاتړ کوينوموړي په هغه وخت کې ويلي وو چې د دې تړون له وجې هېواد ته اقتصادي زیانونه اوړي.
د اب و هوا په اړه پاريس تړون څخه د امريکا په رسمي توګه وتل د تېر ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر څلورمه عملي شوه. دا يوه ورځ وروسته له هغې وو چې صدراتي ټاکنو کې بالاخره بايډن، ټرمپ ته ماتې ورکړه.
امريکا د هغه وخت راهیسې د کاربن ډاي اکسایډ اخراج کمولو لپاره کار کولو ته دوام ورکړی، خو وفاقي جکومت په کې شامل نه وو.
د پاريس له تړون سره د یو ځای کېدو اقدام د هېواد لپاره د یو فرصت په توګه کتل کېږي چې د ماحولياتي بدلون لپاره يو شان تګلاره ولري.
د بایډن ادارې ویلي دي چې دوی به د اپریل په میاشت کې د ځمکې نړيوال ورځ په مناسبت د اخراج د کمولو لپاره خپلې موخې اعلان کړي.
له ۱۲۰ څخه زیاتو هېوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۵۰ز کال پورې به د کاربن اخراج صفر پورې راکم کړي.