د طالب ویاند احسان الله احسان تښتېدلو پر پوځ پوښتنې راپورته کړې: ثمر بلور

د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان

په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند یوې مشرې او د صوبايي اسمبلۍ غړې ثمر بلور ویلي دي چې له بنده د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند تښتېدل د پوځ ادارې په اړه پوښتنې پیدا کړې دي.

دا خبره نوموړې نن په مینګوره کې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د پاکستان پوځ وویل، له بنده د طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان د تېښتې ذمه وارو ته یې سزا ورکړې ده.

ثمر بلور په مینګوره کې د خبري غونډې پر مهال: ۲۰۲۱، ۲۵ فېبروري

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) ویاند مېجر جنرال بابر افتخار پرون په راولپېنډۍ کې د بهرنیو رسنیو ځینو خبریالانو ته ویلي چې د احسان تېښته جدي معامله وه چې بشپړې پلټنې یې وشوې او د ذمه وارو پوځي چارواکو پر ضد کارروايي شوې.

افتخار پر دې موضوع له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه خو زیاته یې کړه چې د هغه د نیولو هڅې روانې دي. ثمر بلور خبري غونډې ته وویل چې که امنیتي اداره خپل باور بحالول غواړي نو باید د ترهګرۍ ضد سخت اقدامات وکړي.

احسان د ۲۰۱۷ز کال په فبرورۍ کې ځان د پاکستان استخباراتي چارواکو ته سپارلی وو. خو تېر کال په فبرورۍ کې خبرونه خپاره شول چې نوموړی د امنیتي ځواکونو له بندیخانې تښتېدلی دی. وروسته حکومت هم د هغه د تېښتې تصدیق وکړ. په هم هغه میاشت کې یو غږیز پیغام خپور شو چې پکې یو کس ځان احسان الله احسان یاد کړی وو او ویلي یې ول چې د پاکستان استخباراتي ادارو ورسره د کړې موافقې پابندي نه کوله نو ځکه وتښتېد. نوموړي د موافقې په اړه تفصیل نه وو ورکړی.

تېره اوونۍ د احسان الله احسان له خپله ټویټره د نوبېلوالې او د تعلیم مبارزې ملاله یوسفزۍ ته دړکې ورکړې وې. په دغه اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د پوځ ویاند وویل چې د هغه د مالوماتو تر مخه دغه اکاونټ جعلي دی.

ملالې یوسفزۍ د احسان الله احسان د دغه ټویټ په غبرګون کې د پاکستان له پوځي چارواکو ځواب غوښتی وو چې پخوانی طالب ویاند مو له بنده څنګه ازاد شو؟ وروسته ټویټر ادارې د احسان الله احسان د ټویټر اکاونټ وروتاړه.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان پر ملالې یوسفزۍ له برید سره سره د پېښور ارمي پبلیک سکول په ګډون د ګڼو ترهګرو بریدونو ذمه واري قبوله کړې ده. ملاله یوسفزۍ له برید وروسته د برتانیا برمنګهم ښار ته د درملنې لپاره یووړل شوه او لاهم هلته میشته ده.

دا هم وګورئ:

یوازې په باړه کې ۶۰ کسان ورک دي: عالمزېب مسیدحکومت مو غوښتنې واورېدې خو عملي کولو ته به یې ګورو: نصرالله بلوڅسرچينه: احسان الله احسان بې ارزښته شوی. نه یې نيسو

میجر جنرل بابر افتخار د شورو پر ورځ دا هم وویل، چې د ورکو کسانو ستونزه به ډېره ژر هواره شي. د ده په وینا د ورکو کسانو موندلو کمیشن تر ډېره دغه مسله هوارېدو خوا ته بیولې ده. کمیشن وايي له دوی سره د شپږو زرو ورکو کسانو شمیره ده، چې پکې څلور زره کسان موندل شوي د پاتې هغو ستونزه به ژر هواره شي.

په پېښور کې د واشنګټن پوسټ خبریال حق نواز خان وایي تر ټولو مخکې پکار ده چې د ورکو کسانو شمېر معلوم شي، ځکه پښتون ژغورنه غورځنګ او د بلوچستان ځینې فعالان یې تر سرکاري هغو شمېره زیاته ښيي.

د نوموړي په خبره د پوځ ویاند چې څومره شمېر ښيي، نو دې ځینې عدالتونو ته وړاندې شوي دي، نو مانا له کمیشن سره یواځې عدالتونو ته د ورغلیو شمېره شته.

د حق نواز په خبره دا ډېره کړکېچنه او حساسه مسله ده، ځکه ډېر ورک کسان داسې هم شته چې حکومت یې په اړه وايي له دوی سره نه شته.

فېبرورۍ پر ۲۴مه له بلوچستانه یوه فعاله حسیبه بلوڅ، چې د ورکو کسانو موندنې لپاره کار کوي، د انسانی حقونو کمېټۍ ته ورغلې وه او خپله مقدمه یې ورته وړاندې کړې وه.

د ورکو کسانو شاوخوا ۲۰ خپلوان له کوټې څخه اسلام اباد ته تللې ول چې دوی اول د فبرورۍ پر ۱۱مه نېټه د اسلام اباد پرېس کلب مخې د احتجاج په توګه کښېنستل او وروسته يې په ډي چوک کې پرلت وواهه.

د احتجاج مشري نصرالله بلوڅ کوله چې د ورکو بلوڅانو د موندولو سازمان - بلوچ مسنګ پرسنز ارګنايزېشن - مشر دی.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې دوی چې د کومو غوښتنو په خاطر اسلام اباد ته تللي ول هغه حکومتي چارواکيو په جدي توګه واورېدلې او د حلولو ډاډ يې ورکړ.

نوموړي زياته کړه چې غوښتنه يې کوله چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان دې د ورکو بلوڅانو له کورنيو سره وويني، ورک کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي چې پکې کوم بېګناه دې هغه د خوشي کړل شي او چې کوم وژل شوي دي د هغو کورنۍ دې خبرې کړل شي چې دارنګه هغوي د ټول ژوند له اذيت خلاص شي.

د نصرالله بلوڅ په وينا، د پاکستان داخله چارو وزير شیخ رشيد، قانون وزير فروغ نسيم، د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري او د لادرکه کسانو په اړه پلټونکي کمېشن مشر جسټس ريټايرډ جاويد اقبال سره يې جلا جلا ملاقاتونه وکړل.

د ورکو بلوڅانو له کورنیو سره اخري ليدنه شيرين مزاري وکړه او د نصرالله وزير په وينا هغې ورته د وزيراعظم عمران خان پېغام ور وړی وو.

د ده په خبره، شيرين مزاري وويل چې عمران خان ورته حکم کړی چې هغه به د مارچ په میاشت کې له دوی سره ويني او د دې ترڅنګ هغې ورڅخه د ورک کړل شویو کسانو لېسټ هم وغوښتلی.