د پنجاب، ډسکه ضمني -ټاکنې کالعدم، پر ۱۸ مارچ بیا ټاکنې کېږي

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۱۸مه د پنجاب په سیالکوټ کې د ډسکې پر حلقې د بیا انتخاباتو کولو اعلان کړی دی.

دا اعلان د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا په مشرۍ یوې پینځه کسیزه کمېټۍ نن په ضمني انتخاباتو کې د درغلۍ د تورونو په اړه د قضیې تر اورېدنې وروسته کړی.

د فبرورۍ پر ۱۹مه د پاکستان مسلم لیګ (ن) نوماندې نوشین افتخار د قامي اسمبلۍ د ۷۵مې حلقې په ضمني انتخاب کې د درغلۍ او د پریزایډینګ افسرانو ورکولو تور پورې کړی وو.

په عین وخت کې د واکمن تحریک انصاف نوماند علي اسجد د حلقې په ۲۰ انتخاباتي مرکزونو کې د بیا انتخاباتو غوښتنه کړې وه. انتخاباتي کمېشن وار له مخې د قامي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره د انتخاباتو نتیجه ځنډولې وه.