برما کې د کودتا ضد لاریونونه دوام لري

برما په تر ټولو لوی ښار ينګون کې امنيتي ځواکونو تر ۱۰۰۰ زياتو کودتا ضد مظاهرچيانو تيت و پرک کولو لپاره د خبردارۍ ډزې کړې دي.

دغه مظاهرچيان نن سهار د ينګون د يو مشهور سوداګريز مرکز مخ ته راغونډ شوي ول او د کودتا غندنه يې کول او پر ضد يې شعارونه ورکول.

پر دې مهال د امنيتي ځواکونو شمېر زيات و او ساحې ته يې اوبه شیندونکی توپ هم راوړی و.

کله چې شاوخوا ۵۰ بلوه ضد پوليس د مظاهرچيانو مخې ته راغلل نو د خبردارۍ ډزې واورېدل شوې او لږ تر لږه يو مظاهرچي ونيول شو. امنيتي ځواکونو مظاهرچيان تر پايه تعقيبول کله چې هغوی پر لوی سړک او نورو لارو روان ول.

بلخوا پرون د پوځ ملاتړ لرونکو پر کودتا ضد مظاهرچيانو د اوسپنې په راډونو او چاقووانو سره بريد وکړ او ډېری يې ژوبل کړل. د برما پوځ د روان ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د انګ سان سوچي منتخب حکومت پر ضد کودتا وکړه او هغه يې ونيول. نوموړې له کودتا راهيسې نه ده ليدل شوې. نن د انګ شاوخوا ۵۰ پلويانو په ينګون کې د هغې د کور مخې ته عبادت وکړ.