سېنېټ ټاکنې: د اسلام اباد پر چوکۍ د اپوزېشن امېداور رضا ګېلانی مخکې دی

کارپوهان وايي چې د سېنېټ د اسلام اباد چوکۍ نتيجه ښايي د حکومت او اپوزيشن راتلونکی وټاکي. انځور-ارشېف

د سېنېت ټاکنو د غیر سرکاري شمېرې ښيي چې د اسلام اباد پر چوکۍ د پاکستان جمهوري غورځنګ امېدوار سید یوسف رضا ګېلاني د پاکستان تحریک انصاف تر کاندید حفیظ شیخ څخه مخکې دی. ګېلاني ۱۶۹ او شیخ ۱۶۴ ووټونه وړي دي.

د غیر سرکاري شمېرو له مخې له اسلام اباده سید یوسف رضا ګېلاني، له بلوچستانه د جمعیت علمای اسلام غفور حیدري، د بلوچستان نیشنل پارټۍ محمد قاسم، د بلوچستان عوامي پارټۍ درې غړي منظور کاکړ، پرنس احمد عمر احمدزی او سرفراز بګټی سېنېټران منتخب شوي دي. او له سینده د پیپلز پارټۍ پلوشه خان، سلیم منډویوالا او شېري رحمان سېنېټران ټاکل شوي دي او د اېم کیو اېم پي خالده عطیب هم د ښځو پر چوکۍ منتخب شوې ده.

د پاکستان سېنېټ د ۳۷ استازیو ټاکلو لپاره د رایو ورکولو بهیر د وخت موده د نن سهار له نهو بجو د ماځيګر تر پينځو بجو پورې وه.

د تېر په څېر به دا ځل هم د قامي او صوبايي اسمبليو غړي په پټه خپله رايه وکاروله چې تر راتلونکيو شپږو کلونو لپاره د سېنېټ غړي وټاکي.

تر ټولو سخته سيالي د اسلام اباد لپاره پر ځانګړې چوکۍ وه چې د اپوزيشن ګوندونو اتحاد امېدوار یوسف رضا ګېلاني او د واکمن تحريک انصاف هغه د دې هېواد د خزانې وزير حفيظ شېخ وو.

په پنجاب کې د ۱۱ چوکيو لپاره وار له مخه د سېنېټ غړي ټاکل شوي دي خو اپوزيشن ګوندونه او واکمن تحريک انصاف او ملګري ګوندونه يې هڅې کوي چې د خيبرپښتونخوا او بلوچستان پر دوولس دوولس او د سيند پر ۱۱ او د اسلام اباد پر دوو چوکيو خپل خپل امېدوران کاميابه کړي.

که د قامي اسمبلۍ اکثريت د عمران خان په خلاف يوسف رضا ګېلاني کامیابوي نو د دې معنی دا شوه چې عمران خان د .اسمبلۍ اعتماد بايللی دی
مرتضی سولنګي

خو په دې ۳۷ چوکيو کې تر ټولو زياتې هلې ځلې د اسلام اباد په دوو کې پر يوه چوکۍ وې چې ان دومره ارزښت يې موندلی چې د پيپلز ګوند شريک چېرمېن اصف علي زرداري په ځانګړې توګه اسلام اباد ته رسېدلی او د هېواد وزيراعظم عمران خان بیا د دې چوکۍ ګټلو لپاره د وزيراعظم په توګه خپل ټول کارونه ځنډولي ول چې د قامي اسمبلۍ غړي حفيظ شیخ ته د رایو ورکولو لپاره قانع کړي.

د اسلام اباد د سېنېټ چوکيو لپاره هم هغه طريقه کار دی چې کوم د دې هېواد د وزيراعظم د ټاکلو لپاره وي يعني د قامي اسمبلۍ ټول غړي به رايې ورکوي.

د اسلام اباد يوازېنۍ چوکۍ د ګټلو سیاسي ارزښت

په اسلام اباد کې څېړونکی مرتضی سولنګي يې وجه دا يادوي چې د اپوزیشن لپاره د دې چوکۍ ګټلو به په علامتي توګه دا معنی وي چې قامي اسمبلۍ پر وزيراعظم عمران خان عدم اعتماد وکړ.

نوموړی زياتوي: "د اسلام اباد د سېنېټ د دې چوکۍ لپاره د انتخاب حلقه قامي اسمبلۍ ده او که د اسمبلۍ اکثريت د عمران خان په خلاف يوسف رضا ګېلاني کامیابوي نو د دې معنی دا شوه چې عمران خان د اسمبلۍ اعتماد بايللی دی او باید په اخلاقي توګه له قامي اسمبلۍ له سره د باور ووټ ترلاسه کړي."

دا هم وګورئ: سپریم کورټ وايي د سېنېټ انتخابات دې په پټو رایو وشي

یوسف رضا ګېلاني د پاکستان پېپلز پارټۍ يو مهم مشر دی او د دې هېواد پخوانی وزيراعظم پاته شوی دی. هغه ته د يو داسې سياستوال په سترګه کتل کېږي چې د هر ګوند مشران يې قدر کوي نو ځکه ځينې کارپوهان وايي چې اصف علي زرداري هغه د سېنېټ لپاره امېدوار کړ.

خو د خبريال او څېړونکي اوېس توحيد په وينا د ښاغلي ګېلاني په مقابله کې د پاکستان د خزانې وزير حفیظ شېخ دی چې د ده په خبره ورته د يو داسې کس په سترګه ورته کتل کېږي چې د اسټبلشمنټ، د نړيوال بېنک او ای اېم اېف په خوښه په هر حکومت کې وزير وي.

نوموړی د جنرال مشرف، اصف علي زرداري په حکومتونو کې د خزانې وزير وو او اوس د عمران خان په کابېنه کې هم شامل دی.

نو ځکه اوېس توحېد دا فکر کوي چې ښايي دا ممکنه نه وي چې یوسف رضا ګېلاني حفيظ شېخ ته شکست ورکړای شي.

خو مرتضی سولنګی د یوسف رضا ګېلاني او حفیظ شېخ مقابله یوازې د عمران خان د حکومت لپاره چېلنچ نه ګڼي بلکې وايي چې دا به د اپوزېشن اتحاد پاکستان ډېموکرېټک موومنټ د مستقبل هم ټاکي.

د ده په خبره چې اپوزیشن اتحاد کې دننه دوې بيانيې دي چې يوه د اصف علي زرداري او دويمه د مسلم ليګ نواز د مشر نواز شريف ده.

اپوزيشن دا تور لګوي چې عمران خان د پوځ په کومک په واک کې راغلی دی او اوسني نظام ته د پوځ او حکومت ګډوله ده. خو پوځ او عمران خان دا تور تل رد کړی دی.

ممکنه نه ښکاري چې یوسف رضا ګېلاني به حفيظ شېخ ته شکست ورکړای شي
اوېس توحيد

مرتضی سولنګي وايي چې اصف علي زرداري دا فکر کوي چې د عمران حکومت د پارلمان له لارې له منځه وړل کېدای شي او که چېرته یوسف رضا ګېلاني د سېنېټ چوکۍ وګټله نو دا به په اپوزيشن اتحاد کې دننه د اصف علي زرداري د بيانيې ګټه هم وي.

البته د نوموړي په خبره، که چېرته ښاغلي ګېلاني شکشت وخوړ نو بيا به د نوازشريف بيانيه پياوړې شي.

د مرتضی سولنګي په وينا، ''د ګېلاني صاحب له شکست سره به د نواز شريف بيانيه پیاوړې شي چې وايي، دا نظام د پارلمان له لارې نشي ختمېدای بلکې له بهره یعني سړکونو ته په راوتلو سره به يې ړنګوو.''