'اسرایل له خپلو ملګریو عرب هېوادونو سره یو ګډ امنیتي سیسټم جوړوي'

وزیر اعظم بینیامین نتنیاهو

اسرایل اراده لري چې له خپلو نویو ملګریو عرب هېوادونو سره د امنیت یو شریک نظام مخې ته راوړي.

د رویټرز خبري اژانس د یوه راپور تر مخه، د اسرایلو د دفاع وزیر بیني ګانټز ویلي دي چې له ملګرو عرب هیوادونو سره به امنیتي اړیکې پر مخ بوځي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دا کومه دفاعي لوظنامه نه ده بلکې د امنیت یو شریک انتظام به رامینځ ته کوي.

متحده عرب اماراتو او بحرین تیر کال له اسرایلو سره رسمي اړیکې جوړې کړې دي. د اسرایلو لپاره د متحده عرب اماراتو لومړی سفیر محمد الخاجه د خپلې دندې سمبالولو وروستو د مارچ پر دویمه د اسرایلو له وزیراعظم بین یامین نتنیاهو سره ولیدل.

وزیراعظم نتنیاهو د اماراتو سفیر ته د هرکلي پر مهال وویل چې"موږ منځنې ختیځ او نړۍ بدلوو"

اسرایلو روان کال د جنورۍ په میاشت کې په ابوظهبي کې خپل سفارت پرانستی دی.