په میانمار کې ۳۸ مظاهره کوونکي وژل شوي

په برما کې مظاهرې

په میانمار کې د مارچ درېیمه نېټه له تاوتریخوالي ډکې کارروایۍ په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو لپاره د میانمار استازې کرستېن برګنر ویلي، له کله نه چې پوځي کودتا شوې، دا تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

نوموړې ویلي، تر دې وړاندې تېره میاشت هم له ۵۰ زیات کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي ول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په میانمار کې د کودتا ضد مظاهرې شوي

د عیني شاهدانو له قوله او همدارنګه د خپرو شوو ځینو ویډیويي کلیپونو ښکاري چې پولیسو د مظاهره کوونکو خلاف اوښکې بهوونکی ګیس او ربړي مردکۍ استعمال کړي او همدارنګه د هغوی د خورولو لپاره یې په بېلابېلو ښارونو کې ډزې هم کړې دي.

د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهېسې چې میانمار کې د یوې لسیزې ډیموکراسي د پوځي کودتا له وجې پای ته رسېدلې، یاد هیواد نېږدې هره ورځ د مظاهرو شاهد وي.