مېکسيکو کې د ولسي ټرانسپورټ لپاره کېبل بسونه کارول کېږي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د لاطيني امريکا هېواد مېکسيکو په مېکسيکو ښار کې د مارچ له څلورمې نېټې د ولسي ټرانسپورټ لپاره د کېبل په واسطه چلېدونکې ګاډي کارول پيل شوي. د څه باندې ۲۱ میليونه نفوس لرونکي دې ښار کې ګڼې ګوڼې ته په کتو حکومت غواړي چې د څه باندې نهه کلوميټره اوږد کېبل بس نظام له لارې لږ تر لږه ۴۸ زره کسانو ته د تګ راتګ زمينه برابره کړي.
ويډيو: رويټرز