د روغتیا نړیوال سازمان لوړ پوړو چارواکو د کورونا وایرس مخنیوي په خاطر په لګول شویو بندیزونو کې د نرمۍ خلاف خبردارې ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ واکسینو ورکولو لړۍ پیلولو وروسته ځينو هیوادونو په بندیزونو کې نرمي راوستې ده.
د سازمان چارواکو د مارچ پر پنځمه خبرداری په داسې وخت ورکړی چې د کورونا وایرس سختې څپې برازیل ځپلی او ځينې اروپايي هیوادونه هم له دغه ګواښ سره مخامخ دي.
په عین حال کې په امریکا کې د کووېډ-۱۹ واکسینو لړۍ د تېزېدو په حال کې ده.
دا هم وګورئ:
پاکستان کې د کورونا پېښې یو وار بیا په زیاتېدو دي'خیبر پښتنونخوا کې د ساينوفام واکسین منفي نښې نه ترسترګو کېږي'امریکا د کورونا وایرس ناروغۍ بل واکسین منظوري ورکړه
د روان کال د پیل راهیسې د کورونا وایرس پېښو زیاتېدو پر مهال ځینو حکومتونو او ښاورنو د اقتصادي فشار له امله په بندیزونو کې نرمي راوستو ته مخه کړې ده.
بلخوا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د څیړنې مرکز ویلي چې په ماسکونو اچولو سره د کورونا وایرس خپرېدلو کچه کمېدای شي.
دغه مرکز ویلي چې په رستورانټونو کې د خوراک اجازت ورکولو سره کېسونه زیاتېدای او زیات مرګونه کېدای شي.
د ډبلیو اېچ او د بیړنیو چارو یو ماهر مایک راین ویلي چې دغه وبا ختمه نه ده او دې کې ډېر وخت پاتې دې.