د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت د مارچ پر اتمه نېټه د پاکستان په لويو ښارونو کې ښځو لاريونه وکړل او د خپلو حقونو په حق کې يې شعارونه ورکړل او ویناګانې يې وکړې.
د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم له لسیزو راهيسې د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کېږي خو له تېرو څلورو کلونو کې نه يوازې د دې ورځې د لمانځلو طريقه بدله شوې بلکې تنظيمې ساخت، شعارونه او د لاريونونو په ساحه کې يې هم بدلون راغلی دی.
پخوا به په دې هېواد کې د ښځو نړيواله ورځ په ټيټه کچه لمانځل کېده او په محدوده ځایونو لکه په تالار يا د پرېس کلب مخې ته به راغونډېدل او دا ورځ به يې جوړوله.
خو په ۲۰۱۸ زکال کې د پاکستان د ټولو صوبو د ښځو يو ګډ سازمان جوړ شو چې ورته د وومن ډيموکرېټک فرنټ نوم ورکړل شو او په دې کې دا فیصله وشوه چې د هېواد په هرښار کې به ښځې سړکونو ته راوځي او د ښځو نړيواله ورځ به لمانځي.
له دې فیصلې سره سم دا لومړۍ ځل وو چې په ۲۰۱۸ زکال کې د ښځو نړيواله ورځ له هالونو او پرېس کلبونو څخه سړکونو ته راووته.
دا فیصله د وومن ډيموکرېټک فرنټ مشرې عصمت شاهجهان په مشرتابه کې شوې وه. نوموړې د مارچ پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې د ښځو تحريک اوس ولسي بڼه خپله کړې ده.
د دې په وينا، په ۲۰۱۸ زکال کې په اسلام اباد کې شاوخوا ۱۰۰۰ ښځو د نړيوالې ورځې په مارچ کې ګډون کړی وو چې په راتلونکيو کلونو کې دا شمېر زيات شو.
هغه زياتوي: ''په ۲۰۱۹ زکال کې د ښځو مارچ کې د مېرمنو شمېر دوه زره ته ورسېد او د ۲۰۲۰ زکال په لاريون کې دا شمېر ۱۰ زره ته ورسېد.''
دا هم وګورئ:
د ښځو نړیواله ورځ: پښتنې ښځې څه وايي؟له تعلیم او کاري موقعو محرومي د ښځو د اقتصادي ازادۍ مخه نیسي: چارواکيپښتنې ښځې دې په سیاست کې برخه واخلي: ثناء اعجازسږ کال هم په کراچۍ، لاهور، پېښور، حیدراباد، سکهر، ملتان، اسلام اباد او ځينو نورو ښارونو کې ښځې چې پکې زياتره تعليم یافته وي راوتلې وې، په لاسونو کې يې پوسټرې وې چې ورباندې يې غوښتنې ليکلې وې.
دوی د شعارونو، وېناګانو او پوسټرونو له لارې د نرواکۍ نظام ، د صنفي امتياز، جنسي ځورنو، جنسي تېريو، کورني تشدد پرضد او د خپلې خوښې د ودونو، د هېواد او کورنۍ چارو کې په فیصله سازۍ، تعليم، روزګار، صحت کې د برابرۍ د حق غوښتنې کوي.
عصمت شاهجهان وايي چې د عورت ازادي مارچ پر دغو موضوعاتو په ټولنه کې يو بحث راوزېږولی او په لاندې کچه يې د ښځو ملاتړ ترلاسه کړ.
ګلالۍ اسماعيل په ښځو کې د سياسي پوهې لپاره د يوې غير حکومتي ادارې اوېر ګرلز شريکه مشره ده او دا د هغې غونډې برخه واله وه چې په ۲۰۱۸ زکال کې يې د عورت مارچ کولو فيصله کړې وه.
نوموړې مشال راډيو ته وويل چې د ښځو سړکونو ته په راوتو سره هغه تصور هم له منځه ولړ چې د مېرمنو د حقونو خبره او مبارزه یوازې اېن جې او والا يا ځينې باسواده ښځې کوي.
''اوس هره ښځه په دې پوهه شوې ده چې زه به پخپله د خپل حق لپاره غږ پورته کوم.''
خو د ښځو مارچ هر کال له ننګونو او خطرونو سره مخامخ وي. پروسږ کال په اسلام اباد کې پر لاريونوالو ډبرې وارول شوې وې.
په پاکستان کې مذهبي ډلې، تندلارې مذهبي عالمان او د هغو ملاتړې د ښځو دا مارچ د اسلام ضد او په دې هېواد کې مغربي کلتور ته د ودې ورکولو د هڅې په سترګه ګوري.
په تېرو لاريونو کې ځينو ښځو داسې پوسټرونه هم اخيستي ول چې ورباندې ليکل شوي ول چې (زما بدن زما خوښه). مذهبي کړيو پر دې دومره تنقيد وکړ چې دا يوه ډېره لانجمنه موضوع ورګرځېدله.
خو لاريون جوړوونکيو وضاحت وکړ چې دا شعار د جنسي ازادۍ غوښتلو په مانا نه دی بلکې د دې مطلب دا دی چې ښځې بايد د ځان په اړه پخپله فیصله وکړي.
عصمت شاهجان وايي چې د سږکال د لاريون په اړه هم ورته څلور مذهبي ډلو دړکې ورکړې وې او ان د دې په ادعا د اسلام اباد چارواکيو د دوی د راغونډېدو درخواست هم نه وو منلی.
د مذهبی کړيو تنقيدونو او ګواښونو د عورت ازادي مارچ منتظمين او ګډونوال محتاطه کړي او سږکال په پوسټرونو داسې نعرې نه وې ليکل شوې چې د لانجې سبب جوړې شي.
د ښځو مارچ مشرانو باندې يو تنقيد دا هم کېږي چې دوی ټول پام ښارونو ته اړولی او د کليوالو سيمو ښځې يې هيرې کړې دي.
عصمت شاهجهان وايي چې دوی په کليوالو سيمو کې هم تنظيمونه جوړ کړي خو د دې په خبره، هلته قبايليت او مذهبي سوچ دومره قوي دی چې له کبله يې دوی فعاليت يا لاريون نه شي کولای.
البته دا زياتوي چې د ښار د ښځو له مبارزې به د کليو ښځې هم ګټه پورته کړي.
''که د ښار ښځې د پارلمان او قانون سازۍ له لارې ګټه راوړي نو د دې به د ټول هېواد ښځو ته ګټه ورسېږي. بل دا چې د کلي ښځې هم زموږ له فعاليته خبرې دي خو دوی بې وسه دي.''
ګلالۍ اسماعيل هم ورته خبره کوي خو زياتوي چې عورت ازادي مارچ کال په کال له خپلو پخوانيو تجربو زده کړه کوي.
دا وايي، سږکال هم د عورت ازادي مارچ د منځ ټکی د هغو بلوڅو ښځو په اړه وو چې خپلوان يې لادرکه دي.
''په دې لاريون کې د هغو پښتنو ښځو خبره شوې چې د پوځي عملياتو پر مهال يا وسله والو طالبانو له لاسه وژل شوې دي.''
د کراچۍ اوسېدونکې نازش بروهي يوه مشهوره محققه او ليکواله ده. د عورت ازادۍ مخالفت ته له تاریخي او علمي اړخه ګوري.
نوموړې د مارچ پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې دې تحريک برلاسه او واکمن قوتونه او کړۍ چېلېنج کړي دي. د دې په خبره، له وخت تېرېدو سره به د ښځو اوسنۍ غوښتنې هم هغسې عادي ورګرځي لکه چې يو وخت په شناختي کارټ کې د ښځو پر نومونو تنقيد کېده خو د دې په خبره اوس په شناختي کارټ کې د ښځې نوم ليکل کېږي او څوک ورباندې غوږ هم نه ګېروي.
د نازش بروهي په خبره، يو وخت ښځو ته د ووټ د حق ورکولو هم مخالفت کېده خو اوس دا يوه عامه خبره ده او څوک پرې خپه کېږي هم نه.
خو دا يوې بلې خبرې ته هم اشاره کوي او وايي چې په پاکستانۍ ټولنه کې د ښځې يو خاص تصور جوړ شوی دی او خلک تمه کوي چې مظلومه ښځه بايد هم دغسې کړه وړه او برخود وکړي.
''که ستاسو ياد وي چې کله ډېر وختونه پخوا په مختارا مايي ډليزه جنسي تېرۍ وشو نو په رسنيو کې به ويل کېده چې دې پايڅې پورته کړې نو ایا د جنسي تېري ښکار ښځه هم دغسې کوي.؟ اوس په عورت مارچ کې پر ښخو تنقيد کېږي چې دوی ولې ګډا او ټوکې ټکالې کوي؟ ټولنه فکر کوي چې مظلومه ښځه باید په ګوټ کې ناسته وي او سينه به ډبوي.''