پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغي یو ځل بیا زیاته شوې

د حکومتي چارواکو په وینا، دا په تېرو درو میاشتو کې په یوه ورځ تر ټولو لویه شمېره ده.

د پاکستان د صحت وزارت وايي چې په ملک کې د کورونا وایرس ناروغي یو ځل بیا زیاته شوې ده.

د یاد وزارت د ځانګړې ویب پاڼې لیکلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو ۵۳ کسان وژلي دي.

ویب پاڼه زیاتوي چې په هم دې وخت کې ۲۷۰۱ نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د حکومتي چارواکو په وینا، دا په تېرو درو میاشتو کې په یوه ورځ تر ټولو لویه شمېره ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان کې عامو خلکو ته هم د کورونا واکسين لګول پيل شول

د پاکستان مرکزي حکومت چې د فرورۍ پر ۲۴ مه د کومو بندیزونو نرمولو اعلان کړی وو هغه یې بیرته اخیستی دی.

په پاکستان کې تر اوسه تر شپږ لکه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي چې ۱۳۴۳۰ ورڅخه مړه شوي دي.

تر ۵ لکه ۶۸ زره زیات ورڅخه جوړ شوي هم دي.