د پاکستان اېوان بالا یا مشرانو جرګې د خپل چېرمېن ټاکنو لپاره رایې واچولو چې پکې ۴۸ ووټونه صادق سنځراڼي واخېستل او بیا د سېنېټ چېرمېن وټاکل شو.
د اېوان ۹۸ غړیو رایې واچولې. د پاکستان ډموکراټیک مومنټ کاندید سید یوسف رضا ګېلاني ۴۲ رایې یووړې او ده ته ورکړل شوې اووه نورې رایې په دې رد شوې چې د ده پر نامه یې مهر وهلی وو. یوه بله رایه بیا په دې رد شوه چې د دواړو کاندیدانو پر نومونو یې مهر وهلی وو.
د ګېلاني پولینګ اجنټ د پریزایډینګ افسر له لوري د ګېلاني د اوو رایو د ردولو خلاف احتجاج وکړ او ویې ویل چې د قواعدو له مخې مهر په خانه کې وهل دی، خو پریزایډینګ افسر ورته ویل چې د دې خلاف الېکشن ټریبوینل ته عریضه یوسه. پي ډي اېم د صادق سنځراڼي ټاکنه چېلنج کړې ده او پرخلاف یې الېکشن ټریبیونل ته ځي.
اخوا د سېنېټ مرستيال مشر چوکۍ د واکمن ګوند مرزا محمد اپرېدي د ۵۴ رایو په وړلو سره وګټله او د اپوزيشن اتحاد پي ډي اېم استازي مولانا عبدالغفور حیدري ۴۴ رایې واخیستلې.
دا مهال د پاکستان سېنېټ ټول ۱۰۰ غړي لري. سېنېټران د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي او هر درې کاله وروسته د نيمايي غړو د کاري مودې سرته رسېدو وروسته پر خالي شويو نيمايي چوکيو بيا انتخابات کېږي خو د سېنېټ د مشر او مرستیال مشر د کار موده تر درېو کالو پورې وي او دوی د سېنېټ د غړيو لخوا انتخابېږي.
په پولنګ بوت کې پټې کېمرې
وړاندې د پاکستان مسلم لیګ نون ډلې مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي ول چې د سېنېټ انتخاباتو پر مهال د رایو اچولو ځای ته شپږ کېمرې چا لګولې. نوموړي په دې اړه د پلټنو غوښتنه کړې وه.
نن د سېنېټ ۴۸ نویو منتخب سېنېټرانو لوړه وکړه او پر دې مهال د اپوزېشن ځینو غړو وویل چې د رایو اچولو ځای ته شاوخوا شپږ کېمرې لګول شوې وې.
شاهد خاقان عباسي تور پورې کړی چې وزیراعظم او د سېنټ پخوانی چېرمېن صادق سنځراڼی د دې کمېرو په لګولو کې لاس لري.
نوموړي وویل چې د دې کېمرو لګولو مطلب دا دی چې د ده په وینا حکومت د سېنېټ د مشر او مرستیال مشر د ټاکنو غلا کولو پلان جوړ کړی دی.
حکومت ویلي چې دوی به د دې کېمرو په اړه پلټنې کوي چې چا او ولې یې لګولې دي.
دا هم وګورئ:
سېنېټ چېرمېن ټاکنې: د سنځراڼي بری او ماتې سیاسي منظرنامه بدلولای شي؟عمران خان له قامي اسمبلۍ "باور رایه" تر لاسه کړه خو اپوزیشن یې نه منياتحادیانو د سېنېټ په انتخاباتو کې دهوکه راکړه: پښتونخوا میپسېنېټ ټاکنې: د اسلام اباد پر چوکۍ د اپوزېشن امېداور رضا ګېلانی مخکې دی