پي ډي ايم د حکومت خلاف نوې کړنلارې ټاکلو لپاره غونډه کوي

د پاکستان جمهوري تحريک مشر، مولانا فضل الرحمن او د دې تحريک د مشرتابه غړې مريم نواز

پاکستان جمهوري تحریک د سېنېټ د مشر او مرستیال لپاره په شوو ټاکنو کې تر ماتې وروسته د کړنلارې جوړولو لپاره د مارچ په ۱۶مه غونډه رابللې.

د پاکستانیو رسنیو په وینا، تمه ده چې له څو اپوزیشن ګوندونو څخه جوړ د دې تحریک په دې غونډه کې به د حکومت پرضد د روانې میاشتې له ۲۶مې د اعلان شوي لانګ مارچ او له اسمبلیو د استعفا په اړه هم بحث وشي.

دا له هغه وروسته ده چې د مارچ په ۱۲مه شوو، د سېنېټ د مشر او مرستیال د ټاکلو په انتخاباتو کې د پاکستان جمهوري تحریک نوماندانو له حکومتي امېدوارانو څخه ماته وخوړه.

د یوسف رضا ګيلاني ۷ رایې په ناحقه رد شوې دي. موږ سره درغلې شوې ده.
بلاول بوټو زرداري

پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي ايم) د سېنېټ مشرۍ لپاره پخوانۍ وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني او مولانا عبدالغفور حېدري د هغه د مرستیال په توګه درولي وو. خو د واکمن تحریک انصاف او اتحادیانو له خوا صادق سنجرانی د سېنېټ د مشر او مرزا محمد اپرېدی د هغه مرستیال نومولي وو کوم چې بریالي اعلان شول.

پي ډي ايم د ټاکنو دا نتيجې نه مني. دوی وايي پروسه شفافه نه وه او پراخه درغلي شوې ده خو حکومت بیا دا تورونه ردوي.

د مارچ پر ۱۲مه د پاکستان سېنېټ د خپل چېرمېن ټاکنو لپاره رایې واچولې چې پکې ۴۸ ووټونه صادق سنځراڼي واخېستل او یو وارې بیا د سېنېټ چېرمېن وټاکل شو. هغه د حکمران تحريک انصاف نوماند وو.

د سېنېټ مرستيال مشر چوکۍ د واکمن ګوند مرزا محمد اپرېدي د ۵۴ رایو په وړلو سره وګټله او د اپوزيشن اتحاد پي ډي اېم استازي مولانا عبدالغفور حیدري ۴۴ رایې واخیستلې.

دا هم وګورئ: د مرزا اپرېدي بريا قبايلي سيمو ته څه ګټه رسولی شي؟

د اېوان ۹۸ غړیو رایې واچولې. د پاکستان ډموکراټیک مومنټ کاندید سید یوسف رضا ګېلاني ۴۲ رایې یووړې او ده ته ورکړل شوې اووه نورې رایې په دې رد شوې چې د ده پر نامه یې مهر وهلی وو. یوه بله رایه بیا په دې رد شوه چې د دواړو کاندیدانو پر نومونو یې مهر وهلی وو.

په پي ډي کې شامل ګوند، پاکستان پیپلز مشر بلاول بوټو زرداري د مارچ په ۱۲مه په يوه خبري غونډه کې وويل ‌چې د سېنېټ د مشر او مرستیال د ټاکنو پر مهال ورسره درغلي شوې نو ځکه عدالت ته ځي. د هغه په وېنا د سید یوسف رضا ګیلاني ۷ رایې په ناحقه ډول مسترد کړل شوې دي نو ځکه دا مسله عدالت ته وړي.

د سنځراڼي کامیابي د عمران خان بریا او د پي ډي ايم ناکامي ده
شبلي فراز

خو بل پلو د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د اپوزیشن ګوندونو د مشرانو تورونه رد کړي دي. هغه وايي، د سنځراڼي بیا انتخابېدل ښيي چې سېنېټران پر وزیر اعظم عمران خان پوره باور لري او دا د اپوزیشن ګوندونو د ایتلاف ماتې ده.

دا مهال د پاکستان سېنېټ ټول ۱۰۰ غړي لري. سېنېټران د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي او هر درې کاله وروسته د نيمايي غړو د کاري مودې سرته رسېدو وروسته پر خالي شويو نيمايي چوکيو بيا انتخابات کېږي خو د سېنېټ د مشر او مرستیال مشر د کار موده تر درېو کالو پورې وي او دوی د سېنېټ د غړيو لخوا انتخابېږي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سېنېټ ټاکنې د پاکستان سياسي راتلونکې منظرنامه بدلولای شي؟