د پاکستان د کراچۍ پولیس وايي چې هلته د رېنجرز ځواکونو پر موټر بمي بريد کې يو عسکر وژل شوی دی.
د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي مېمن د مارچ پر ۱۵مه نېټه په بيان کې ویلي چې د رېنجرز ځواکونو پر موټر دغه بريد په کورنګۍ ټاون کې شوی دی.
د ده په وینا، بم په موټرساييکل کې اېښودل شوی وو چې د چاودنې له کبله یې ۱۲ کسان ژوبل شوي هم دي.
غلام نبي مېمن ویلي چې په ژوبل شویو کې د رېنجر سپاهي، دوه پولیس او اته ولسي وګړي شامل دي.
د عباسي شهيد هسپتال مشر ډاکټر عامر اشرف د مارچ پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې روغتون ته ۱۲ ټپيان وروړل شوي دي.
تراوسه هيچا د بريد ذمه واري نه ده منلې. د سيند صوبې د پوليسو مشر د دې پېښې په اړه د پلټنو امر کړی دی.
د کراچۍ په دې سیمه کې وخت ناوخته د پاکستان پر امنیتي ځواکونو داسې بریدونه کېږي.