وزیر اعظم عمران خان په کورونا وايرس اخته شوی

عمران خان ته کورونا وایرس په داسې حال کې لګېدلی چې نوموړي د مارچ پر ۱۸مه د کورونا واکسین هم لګولی و. 

پاکستاني چارواکو د مارچ پر ۲۰مه تایید کړه چې د دغه هیواد وزیراعظم پر کورونا اخته شوی او اوس مهال یې ځان قرنطین کړی دی.


د روغتیا په چارو کې د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فیصل سلطان په ټویټر پاڼه په لنډ پیغام کې لیکلي، وزیراعظم عمران خان کورونا شوی او دا مهال په خپل کور کې یې ځان له نورو ګوښه کړی دی. د عمران خان کور د اسلام اباد په بني ګاله سیمه کې دی.

عمران خان ته کورونا وایرس په داسې حال کې لګېدلی چې نوموړي د مارچ پر ۱۸مه د کورونا واکسین هم لګولی و.

د پاکستان د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر پر ټویټر پاڼه لیکلي، دا یقیني ده چې عمران خان تر واکسینو مخکې کورونا وایرس وهلی و خو معلومات یې وروسته وشول. هغه وايي، د کورونا علامات په څو ورځو کې ښکاره کېږي. نوموړي دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې چې پاکستان کې یو شمېر خلکو د کورونا واکسین د اغېز په اړه پوښتنې راپورته کړلې.


دا په داسې حال کې ده چې چارواکي وايي په پاکستان کې د کورونا وایرس درېيمه څپه راغلې ده. پاکستان کې د مارچ پر ۱۹مه ۴۲ نور کسان له کورونا مړه شوي او د کورونا ۳۸۷۶ نوي کېسونه مخې ته راغلې دي.

د کورونا وایرس په اړه د معلوماتو خپروونکې حکومتي ویب پاڼې د مارچ پر ۲۰مه ليکلي چې له دې ناروغۍ د مړو شوو کسانو ټوله شمېره نږدې ۱۳ زره ۸۰۰ ته رسېدلې ده.

د وېب پاڼې تر مخه په هېواد کې د کورونا وایرس کېسونو ټول شمېر څه باندې شپږ لکه درويشت زره ته رسېدلی دی. خو بل بلو، له دې ناورغۍ نږدې پنځه لکه اتيا زره کسان رغيدلي هم دي.

حکومتي چارواکي وايي، په هېواد کې د کورونا وبا د مخ په زياتېدونکو کيسونو له کبله يې په هغو ځايونو کې تعليمي ادارې او کاروباري مرکزونه تړلي دي چېرته چې دا ناروغي زياته ده.

په خیبر پښتونخوا کې هم د پېښور، نوښار، مردان، صوابۍ او ملاکنډ په ګډون یو شمېر ضلعې حساسې ګرځولې دې او هلته یې ځیني بندیزونه لګولي دي.