بلوچستان کې استادانې پر احتجاج دي

د بلوچستان اسمبلۍ ودانی

بلوچستان کې د تعلیم د ودي لپاره له یوې نړيوالي ادارې ګلوبل پارټنرشپ سره ښځینه کارمندانو له تېرې یوې اونۍ راهیسې د کوټې پرېس کلب و مخې په احتجاج دي.

دوی دړکه کړې تر هغو به پر احتجاج وي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې. د دوی غوښتنه ده چې د تعلیم په محکمه کې دې یې نوکرۍ مستقلې کړل شي.

د دوشنبې ماځیګر د احتجاج پرمهال یې له پولیسو سره نښته هم وشوه.

په دغه لاریون کې شاملې د زیارت سیمې یوې استادې شغلې له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، دې څلور کاله وړاندې په داسې حالاتو کې ښوونه پیل کړې چې ډېری ماشومانو سکول نه پېژندلی.

دا هم وګورئ:

کوټې کې نرسان د خپلو معاشونو لپاره پر احتجاجبلوچستان هایکورټ: بلیلي کسټم او چېک پوسټ دې له ښاره وویستل شيد پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د خبریالانو لاریونونه

د احتجاجیانو په وینا چې حکومت دوی په ۲۰۱۶ز کال پر دندو ګومارلې وې او دوه کاله وړاندې یې له کار لیرې کړي دي.

یاده دې وي چې د تعلیم د ودې هغه پروژه ختمه شوې وه ځکه دغه استادانې بې روزګاره شوې.

استاده حنیفه وايي له ډېرې لویې مجبورۍ احتجاج ته اړ شوې دي. دا زیاتوي چې پروسږ کال په سېپټمبر کې یې هم لاریون کړی وو او هغه وخت د تعلیم وزیر سردار یار محمد رند او د بلوچستان اسمبلۍ ډیپټي سپیکر سردار بابر موسی خېل ژمنه ورسره وکړه چې حکومت به یې ټولې غوښتنې ترسره کړي خو تر اوسه حل نه شوې.

که څه هم د مارچ پر ۲۲مه نېټه ناوخته د بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میر ضیاء لانګو په مشرۍ یوه حکومتي پلاوي د اسمبلي و مخې ته له دې مظاهره چیانو سره ولیدل او دوی ته یې تسلي ورکړه چي حکومت به یې د غوښتنو ترسره کولو لپاره یوه کمیټۍ جوړه کړي خو مظاهره چیانو د یاد پلاوي خبره و نه منله.

بلخوا د زراعت صوبايي وزیر زمرک خان اڅکزي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې حکومت له احتجاجیانو سره ژمنه کوي چې د دوی غوښتنې به د کابینې راتلونکې غونډې په اجنډه کې شامله کړي.